د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

په اتو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ۱۵۲۲۹ افغان کډوال ستانه کړل شوي


له پاکستان څخه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس کندهار ته رسېدلي دي.
له پاکستان څخه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس کندهار ته رسېدلي دي.

په تېرو اتو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته له ۱۵زرو زیات افغان کډوال ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تېرې اوونۍ د شنبې (جون له لومړۍ نېټې) د روانې اوونۍ تر شنبې (د جون تر ۸ نېټې) پورې هر ورځ پر خپل ایکسپاڼه له ایران او پاکستان در بېرته ستنېدونکو کډوالو په اړه بېلابېلې شمېرې خپرې کړې چې د ازادي راډیو د حساب له مخې په دې موده کې په مجموعي توګه ۱۵۲۲۹ تنه افغانان له ګاونديو هېوادونو ایران او پاکستان بېرته افغانستان ته د دوی په ټکو، ستانه شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې، ۱۱زره او ۲۱۱ تنه له ایران او ۴۰۱۸ تنه نور بیا له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کډوال اکثراً د سپن بولدک، تورخم او اسلام قلعې له لارو بېرته خپل هېواد ته تللي دي.

خو دا کډوال څنګه او له کومو ستونزو سره مخ دي؟

له ایرانه افغانستان ته ستون شوی یو افغان کډوال د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په ایران کې یې کلونه ژوند کړی و او د استوګنې قانوني اسناد یې درلودل، خو ادعا کوي چې تېره اوونۍ د جون پنځمه د ایراني پولیسو له لوري په تاوتریخجنه توګه راایستل شوی دی.

هغه وویل: "له بده مرغه په ډېره وحشتناکه توګه پولیس راغلل زموږ کړکۍ یې ماتې کړې، موږ یې دومره پرې‌نه‌ښودو چې سمې جامې یا بوټ پښو کړو، د خوب په جامو کې یې راوویستو، کمپ ته یې بوتلو، هلته یې ۸ شپې ورځې وساتلو او تقربیاً له زرو زیات کسانو وو چې نه یې اوبه راکولې نه سمه ډوډۍ، خو څه وکړو هر چېرې چې ځو له ستونزو سره مخ یوو، کوم درد به ووایو، موږ اسناد هم درلودل، هغه یې نه منل، افغانستان کې هم کاروبار نه‌شته."

بلخوا بل تازه راستون کړل شوی افغان کډوال رحمت‌الله چې دا مهال د افغانستان په کندهار ولایت کې مېشت دی، وایي چې ۱۳ کاله یې له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند کړی، خو تېره اوونۍ د پاکستاني پولیسو له لوري په زوره بېرته افغانستان ته ستون کړل شوی دی.

له پاکستانه ایستل شوی افغان کډوال رحمت الله وايي: زه مجبوره یم چې له هېواده بېرته ووځم، ځکه ماشومانو ته مې باید نفقه ومومم.

رحمت‌الله ازادي راډیو ته وویل: "په پاکستان کې زموږ ژوند ډېر ښه وه، خو دلته په افغانستان کې باور وکړئ چې د لس افغانیو توان هم نه لرم، قرضداره شوم، دلته کار او روزګار نه‌شته، زه مجبوره یم چې له هېواده بېرته ووځم، ځکه ماشومانو ته مې باید نفقه ومومم."

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې د بې اسنادو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې وه چې لا هم روانه ده.

خو د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د تېر ۲۰۲۳م کال د سپتمبر مياشتې په وروستیو کې خبر ورکړ چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په غیر قانوني توګه په ایران کې ژوند کوي چې دوی یې د ایستلو بهیر پیل کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

نږدې یوه میاشت وړاندې د کډوالو نړیوالې ادارې یا "آې‌اوایم" ویلی وو چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې، ایران او پاکستان له یونیم میلیون ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

افغانستان ته له ایران او پاکستانه په داسې حال کې د کډوال د بېرته ستنولو بهیر چټک شوی چې په افغانستان دننه هم ګڼ ستانه شوي وخت ناوخت د بېوزلۍ، بېکارۍ او د استوګنې لپاره د کافي اسانتیاوو د نه لرلو له امله شکایت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG