د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د ننګرهار اوسېدونکي: د کډوالو په ستنېدو سره کورونه په سختۍ پیدا کېږي او کرایې هم لوړې شوي


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې د تورخم له لارې افغانستان ته روان دي. د ۲۰۲۳م کال د نومبر دویمه
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې د تورخم له لارې افغانستان ته روان دي. د ۲۰۲۳م کال د نومبر دویمه

د ننګرهار په ځانګړي ډول د جلال‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو د لړۍ په پېلېدو سره په دغه ولایت کې کرایي کورونه يه سختۍ پیدا کېږي او کرايې یې هم ډېرې لوړې شوي دي.

دوی ادعا کوي چې له پاکستانه ستنېدونکي ډېر شمېر افغان کډوال په ننګرهار کې پاتې کېږي چې دې چارې په مرکز جلال‌اباد ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته کړې ده.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی خان‌ ولي ازادي راډيو ته وویل: "کرایه‌ګانې ډېرې لوړې شوي دي او کار روزګار نه‌شته. له پاکستانه چې کوم کډوال راغلي ټول دلته پاتي دي او له امله یې د کورونو کرایې لوړې شوي دي. زه خپله اته زره افغانۍ کرایه ورکوم."

د دې ښار یو بل اوسېدونکی احمد ګل ساحل وايي: "له تورخمه چې کډوال رااوړي په ننګرهار کې پاتې کېږي، دلته یې ګڼه ګوڼه خورا زیاته کړې ده او د کورونو کرایې ورسره ډېرې لوړې شوي دي، مخکې چې کرایه ۲زره وه اوس پنځه زره ده."

دوی په جلال‌اباد ښار کې د نفوسو د زیاتوالي له امله د توکو د بیو د لوړېدو او ناروغیو د زیاتېدو خبره هم کوي.

جلال اباد چې د افغانستان یو له لویو ښارونو بلل کېږي په ۱۳۲۷ لمیز کال کې د شاوخوا دوه نیم لکه انسانانو لپاره جوړ شوی چې ویل کېږي اوس څو چنده زیات شوی دی.

دغه ښار ۲۷ کلیلومتره مربع مساحت لري، خو د جلال اباد ښار د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې په وروستیو کې په غیرپلاني ډول پراخه شو، خلکو کرنیزې ځمکې په کورونو بدلې او دغه شان غیر استوګنیزې سیمې یې استوګنیزې کړي چې د ښار ماستر پلان ته یې زیان ورساوه.

د جلال اباد ښار یوه څنډه
د جلال اباد ښار یوه څنډه

په جلال اباد ښار کې د معاملاتو د لارښونې دفتر یو شمېر مسوولان هم مني چې د کورونو کرایې د تېر په پرتله زیاتې شوي دي.

د معاملاتو د لارښوونې د یوه دفتر مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "د دوه کوټو کور په ۵زره، د درې کوټو په اوه زره، د څلورو کوټو په لس دوه لس زره افغانیو کرایه ورکول کېږي. خلک ډېر بېوزله دي، د وړو پیسې نه لري، خو د کورونو کرایې ډېرې لوړې شوي دي."

د جلال‌اباد ښار یو بل اوسېدونکی مسعود نازک بیا غوښتنه کوي چې حکومت دې راستانه شوي کډوال په مساوي ډول په ټولو ولایتونو وویشي او یا دې هر کډوال خپل ولایت ته په تګ اړ کړي.

دی زیاتوي: "په دې سره به په ټولو ولایتونو کې کاري زمینې زیاتې شي، کم نفوسه ولایتونه به ورسره ګڼ نفوسه شي نو دا به یو مثبت اقدام وي."

دی ادعا کوي چې ډیری راستنو شویو کډوالو په ننګرهار کې دولتي ځمکې هم غصب کړي دي.

خو په ننګرهار کې د طالبانو د ولایتي ادارې ویاند ملا عادل ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه د دغه ستونزې په اړه ورته هیچا شکایت نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۲۳م میلادي کال کې پاکستان له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او لا هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳م د سپټمبر له ۱۵مې راهیسي نږدې ۶ لکه افغان کډوال افغانستانه ته ستانه کړل شوي چې ۲۹ په سلو کې یې په ننګرهار کې پاتې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG