د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو سر ټکوي


ارشيف: په ايران کې افغان کډوال
ارشيف: په ايران کې افغان کډوال

د پاکستان د خیبر پښتنوخوا ایالت د پېښور ښار اوسېدونکی علي په کډوالۍ کې د افغانانو له ستونزو شکایت کوي.

هغه وویل: "لومړی اقتصادي او د بېکارۍ ستونزې دي، بيا د اسنادو نشتوالی چې دوی د پاکستاني پولیسو له‌خوا ځورول کېږي، د دوی د ماشومانو د زده‌کړې لپاره د ښوونځي نشتوالی هم ستونزه ده."

ساره، یوه بله افغانه ده چې دا هم په پاکستان کې اوسېږي او په تمه ده چې د مقصد هېواد يې پناه ورکړي.

پاکستان کې یوه افغان کډواله وايي: د ویزې ستونزې دا دي چې د ویزې بیه تر ۱۵۰۰ ډالرو او ۲۰۰۰ ډالرو پورې ده، افغانان يې نه‌شي ورکولى.

دا چې نه غواړي نوم او د استوګنې ځای یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وايي: "په پاکستان کې د کارت یا اقامت نشتون ستونزه ده. د ویزې ستونزې دا دي چې د ویزې بیه تر ۱۵۰۰ ډالرو او ۲۰۰۰ ډالرو پورې ده، افغانان يې نه‌شي ورکولى. دویم زموږ د کېسونو پروسه ده چې د کډوالو د ډېر ګڼې ګوڼې له امله ډېره پڅه پر مخ ځي."

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد روفي هم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ته د مقصد هېوادونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" له نه پاملرنې شکایت کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه پورې ما د یواین‌ایچ‌سي‌آر له‌خوا د کډوالو لپاره کوم خدمتونه نه دي لیدلي، په ځانګړي ډول هغه کډوال چې د اګست له ۱۵مې وروسته راغلي چې ډېری یې رون دي او او د تېر جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي او د دولت مامورين وو."

په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او اقتصادي ستونزو له امله په سلګونه زره افغانان بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي.

دا شمېر په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته زیات شوی او ډېری خپل د پناه غوښتنې د کېسونو د پر مخ بیولو او مقصد هېوادونو ته د تګ لپاره هم ایران او پاکستان ته تللي دي.

هغوی چې د اګست له ۱۵مې وروسته کډوال شوي، د اقتصادي ستونزو تر څنګ، امنیتي ګواښونه او د خپلو لوڼو زده‌کړې هم د خپلې کډوالۍ مهم لاملونه یادوي.

یو افغان کډوال، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران ته کډوال شوی او دا هم نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې یې نوم واخیستل شي، په یاد هېواد کې د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وايي: "زه او ټول افغان کډوال چې دلته ژوند کوي، بې برخلیکه یوو او له ګڼو ستونزو سره مخ یوو، له ټولنیزو ستونزو څخه نیولې تر اقتصادي ستونزو."

که له یوې خوا افغانانو نورو هېوادونو ته کډوالېږي، له بلې خوا یو شمېر هېوادونه دوی بېرته خپل هېوادونه ته لېږي چې دا لړۍ د افغانستان دوه ګاوندیو هېوادونو ایران او پاکستان ډېره چټکه کړې ده.

د کډوالو د نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال د اپرېل تر میاشتې پورې له یونیم میلیون ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه یا په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ميدان وردګ اوسېدونکی جمعه خان یو له هغو کسانو څخه دى چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستون شوی دی.

ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

نوموړی، کډوالي د ډېری افغان کډوالو انتخاب نه، بلکې اړتيا او مجبوريت ګڼي.

هغه زیاتوي: "کډوالي د تفریح او داسې نورو شیانو له امله نه کوو، بلکې زموږ اقتصادي وضعیت رښتیا هم ډېر خراب دی او موږ له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان يوو، له همدې امله د مقصد هېوادونو په لور روانېږو."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر' د راپور له مخې چې د جون په میاشت کې خپور شوى، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو رسمي شمېر په ۲۰۲۳م کال کې ۶،۴ میلیونو تنو ته رسېږي.

په راپور کې ویل شوي چې افغانان د نړۍ د کډوالو تر ټولو ستره برخه جوړوي چې په دوی کې يو پر شپږمه برخه يې د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" تر ملاتړ لاندې دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۰م کال کې د جون ۲۰مه د پناه غوښتونکو د ژوند د ښه څېړلو، د دوى د وضعیت د ښه کولو او په اړه يې د ښه پوهاوي په موخه د پناه غوښتتنکو د نړيوالې ورځې په نوم ونوموله.

خو په ګاونډيو هېوادونو کې يو شمېر افغان کډوال چې د پناه غوښتنې قضيې لري، ټينګار کوي چې مقصد هېوادونو ته د رسېدو لپاره يې خپله ټوله هستي له لاسه ورکړې چې اوس نه بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو لاره لري او نه هم په کوربه هېوادونو کې د هوسا ژوند لپاره امکانات.

XS
SM
MD
LG