د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

اکرم: هیله ده څو له پاکستانه راجستر شوي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي


ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي کډوال چې افغانستان ته روان شوي.
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي کډوال چې افغانستان ته روان شوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم وايي، هیله‌من دی چې په دې هېواد کې یو اعشاریه څلور میلیونه راجستر شوي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

اکرم د جون په ۲۵مه د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا په ۲۶مه غونډه کې وویل چې په پاکستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه راجستر شوي یو میلیون نور غیرراجستر او په زرګونه بې اسناده افغان کډوال اوسېږي.

نوموړي وویل: "پاکستان به په غیرقانوني توګه په هېواد کې د مېشتو کډوالو په اړه خپل قوانین پلي کړي. موږ دا هیله هم لرو چې اوس چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده، ۱.۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال به هم ډېر ژر د ملګرو ملتونو د یوه بشپړ تمویل شوي پلان له مخې چې کلونه مخکې یې ژمنه کړې وه، بېرته ستانه کړل شي."

منیر اکرم
منیر اکرم

که څه هم منیر اکرم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د څه باندې ۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی، خو د ۲۰۲۳م کال نومبر له لومړۍ نېټې له یاد هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، په کوربه هېواد کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په نورو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې پروسې په ټپه درېدلي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان په اسلام اباد کې مېشته نویده وايي: "د کېس د پروسې پرمختګ هېڅ څرګنده نه دی، موږ دلته په انتظار کې بې برخلیکه ژوند تېرو چې دلته د ژوند هېڅ اسانتیاوې نه‌شته، نه د درس او زده‌کړې په برخه کې نه د کار په برخه کې او د کور او سیمکارت اخیستو ستونزي هم لرو."

له دې هېواده افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال هم له اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

د میدان وردګ اوسېدونکی او له پاکستانه تازه ستون شوی افغان کډوال، عزیزالله وايي: "ستونزې له اندازې ډېرې دي، اقتصادي ستونزې، روغتیايي ستونزې د ماشومانو د روزنې او پالنې ستونزې او موږ حیرانه یوو چې بېګاه ته د خوړو لپاره څنګه یو څه پیدا کړو."

ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو له لړۍ یو انځور
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو له لړۍ یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو په ګډون د ټولو بې اسناده کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه او دا مهال د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو روان دی.

که څه هم د پاکستان حکومت دغه پلان، افغان کډوالو ته د احتمالي ګواښونو د پېښېدو له امله د بشري حقونو د بنسټونو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له نیوکو سره مخ شوی، خو پاکستان تل د هغه پر عملي کېدو ټينګار کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د جون په ۲۰مه ویلي، د تېر کال له نومبر څخه پاکستان تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او ډېر یې په داسي حال کې افغانستان ته ستانه کړل شوي چې شتمنۍ یې په پاکستان کې ترې پاتې شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG