د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

افغان هنرمندانو د پېښور محکمې د پرېکړې هرکلی وکړ؛ دوی له نورو ستونزو هم شکایت کوي


د پېښور د عالي محکمې ودانۍ
د پېښور د عالي محکمې ودانۍ

د خیبر پښتونخوا عالي محکمې د یوه حکم په صادرولو د پېښور پولیسو او امنیتي ځواکونو ته امر کړی څو د هغو افغان هنرمندانو له نیولو لاس واخلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي دي.

سره له دې چې د پاکستان حکومت له‌خوا په دې هېواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او له دې هېواده د ایستل لړۍ روانه ده، خو د خیبرپښتونخوا عالي محکمې تازه له ياد هېواده د افغان سندرغاړو د نه ايستلو او نه ځورولو حکم صادر کړى دی.

د پېښور عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ د جون مياشتې په شلمه مه د یوه حکم په صادرولو پولیس او امنیتي ځواکونه د هغو افغان هنرمندانو له نیولو منع کړل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي دي.

د پېښور محکمې دا پرېکړه پرون د کډوالو په نړیواله ورځ کړې ده.

د پېښور د سندرغاړو او هنري ټولنې مشر ډاکتر راشد احمد خان ازادي راډیو ته وویل چې دا غوښتنه تېر لمریز کال د اکټوبر په ۲۴مه ۱۴۷ افغان هنرمندانو او دوی په ګډه کړې وه.

خان وايي: "شپږ اوه مياشتې مخکې چې پاکستان وغوښتل چې ټول افغان کډوال له پاکستان باسي، که په رضا نه ځي په زور يې باسو نو مونږ د پېښور هايکورټ(محکمې) ته قضيه وړاندې کړه چې د دوى مسئله بېله ده، د دوى ژوند خطر کې دى نو پرون د عالي محکمې په رسمي ډول پرېکړه وکړه چې سندرغاړي دې نور نه ځورول کېږي."

په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان سندرغاړي چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د امنيتي، اقتصادي او هنري ستونزو له امله پاکستان ته کډوال شوي، د پاکستان حکومت د دې پرېکړې هرکلى کوي.

د پاکستان په پېښور کې مېشت افغان سندرغاړى احمدګل په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "هاى کورټ (عالي محکمې) فيصله وکړه، کوم سندرغاړي چې دلته پاکستان کې اوسېږي نه يوازې سندرغاړي د موسيقۍ د برخې ټول کارکوونکي، تبله نوازان نور ټول تر هغه چې زمونږ د پناه غوښتنې قضيې خلاصېږي دلته اوسېدلى شو."

خو يو شمېر نور افغان سندرغاړي سره له دې چې د پاکستان حکومت له دې پرېکړې خوښ دي بيا هم وايي چې نورو ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.

سندرغاړى سعدالله وفا ازادي راډيو ته وويل: "بغير له دې نه هم ستونزې شته، دا نه ده چې له دې سره به ستونزې ختمې شي. نورې د کاروبار ستونزې شته، د روزګار مسئلې دي. دې سره خو دا وشول چې د تګ راتګ ستونزې کمې شوې او اسانه به شي. نور اقتصادي ستونزې دي. زمونږ بچي له تعليم او زده‌کړو پاتې دي."

نوموړي وویل، تر هغه چې د پاکستان حکومت ورته اسناد ورکوي دوى کولى شي د افغان سندرغاړو د ټولنې په پېژندکارتونو کارتونه چې په پاکستان کې ووسي.

ارشیف: یو افغان سندرغاړی د موسیقۍ الې د غږولو پر مهال
ارشیف: یو افغان سندرغاړی د موسیقۍ الې د غږولو پر مهال

ياد سندرغاړي په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د خپلو ماشومانو زده‌کړو ته هم اندېښمن دي.

ډېری افغان سندرغاړي او موسیقي غږوونکي د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ له بندیز وروسته د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول.

هغه سندرغاړي چې په پاکستان کې ژوند کوي او د دوى په وينا، افغانستان ته د ستنېدو لاره نه لري، دوی له نړیوالې ټولنې او هغه هېوادونو چې کډوال مني او د موسیقۍ له ټولنو غواړي چې د دوی وضعیت ته پام وکړي او له دې ستونزو څخه د وتلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په نومبر میاشت کې له پاکستانه د بى اسناده افغان کډوالو د اجباري اخراج د لړۍ په پايله کې له دغه هېواده تر نيم ميليون ډېر افغان کډوال ایستل شوي.

XS
SM
MD
LG