د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

له پاکستانه د ایستل شویو افغان ښځو او نجونو په نامعلوم برخلیک اندېښنه څرګنده شوه


ارشیف: له پاکسانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان شوي دي.
ارشیف: له پاکسانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته د ګرځول شویو افغان نجونو او ښځو پر نامعلوم برخلیک اندېښنه ښکاره کړه.

د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغو افغان کډوالو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو وضعیت ته بې پامي ونه کړي چې له پاکستانه له شړلو وروسته له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

پاکستان د تېر کال له اکټوبر څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه.

خو ډېرو کډوالو شکایت وکړ چې پاکستاني پولیسو له اسناده سره سره نیولي او په زوره یې له خپلې خاورې ایستلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپور کړی دی، د طالبانو تر واک لاندې په افغان ښځو او نجونو باندې د سختو بندیزونو یادونه کړې چې په دې کې د هغوی د زده کړې، کار او له کوره دباندې ګرځېدو د ازادۍ محدودیتونه شامل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

دغه سازمان ویلي: "له هغه وخته چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو ایستل پیل کړي، ښځې او نجونې له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ دي."

دا خبرداری د ملګرو ملتونو د خوړو د ادارې له هغه راپور سره هممهاله خپرېږي چې پر اساس یې ویل شوي چې په تېرو اتو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال له پاکستانه په زوره افغانستان ته شړل شوي دي.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو د بشري حقونو د سازمانونو سخت غبرګونونه پارولي دي.

ډېری نور افغان کډوال چې لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې دي، هلته د ژوند د شرایطو له سختوالي شکایت کوي.

پرون د جون ۲۰مه د کډوالو له نړیوالې ورځې سره هممهاله د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱م په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته تر یو میلیون او ۶۰۰ سوه زره ډېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډواله شوي دي.

د افغانستان جنوب کې پر اړمنو د مرستو د وېش له بهیره یو انځور
د افغانستان جنوب کې پر اړمنو د مرستو د وېش له بهیره یو انځور

د دې پروګرام پر اساس، په دغو یو میلیون او ۶۰۰ زرو کډوالو کې لویه برخه پاکستان او ایران ته مهاجره شوې او دا په داسي حال کې ده چې دواړو هېوادونو د کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپلې پولې سختې ټینګې کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام هم پرون د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د تېر کال له نوومبر څخه پاکستان تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او ډېر یې په داسي حال کې افغانستان ته ستانه کړل شوي چې شتمنۍ یې په پاکستان کې ترې پاتې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG