د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

طالبان: تر اوسه له پاکستان او ایرانه تر ۴۰۰زرو ډېر افغان کډوال په زوره ایستل شوي


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.

د طالبان د حکومت چارواکي وايي، د ۲۰۲۴م کال له پیله تر اوسه له پاکستان او ایرانه تر ۴۰۰زرو ډېر افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د ۲۰۲۴م کال له پیله تر اوسه له څلور لکه څخه زیات افغان کډوال له ایران او پاکستانه په جبري ډول ایستل شوي چې د يادو کډوالو ٧٥ سلنه له پاکستانه ايستل شوي دي.

د طالبانو د حکومت "افغانستان ته د کډوالو او ستنیدونکو د مرستې او استوګنې" د کمېسیون د ویاند قاري یوسف احمدي امريکا غږ ته ويلي چې هره ورځ له دوو ګاونډیوهېوادونو ايران او پاکستان څخه شاوخوا دوه زره افغانان افغانستان ته راستنېږي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال وايي، سره له دې چې له دغو هېوادونو څخه په زور ایستل شوي، په افغانستان کې هم د دوی وضعیت ښه نه دی.

نایب ګرزیواني، چې له ایرانه په زور راستون شوی، د ځان د ایستلو د څرنګوالي او ستونزو په اړه وايي: "زه د ایران په اصفهان کې د دولت اباد په ښارګوټي کې په کار بوخت وم، کله چې د ایران حکومت زه او زما د کورنۍ غړي ونیول، موږ د ماښام ډوډۍ خوړله، چې دوی زموږ کوټې ته راننوتل، که څه هم زه وم، کارتونه لرل، دوی موږ له پولې واړولو، دلته هم ستونزې او ډېر لګښتونه لرو او نه کار شته او نه عاید."

له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس په افغانسان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس په افغانسان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کامران یو له هغو کډوالو څخه دی چې له پاکستان څخه راستون شوی او په ننګرهار ولایت کې اوسېږي، هم شکایت کوي چې افغانستان ته له راستنېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه وویل: "پنځه میاشتې کېږي چې موږ له پاکستانه راستانه شوي یو، کار نه لرو او د کور کرایه ورکول راته سخت دي، له ډېرو ستونزو سره مخ یوو. زموږ ماشومان به له زده کړو بې برخې شي، ځکه کله چې ښوونځي ته ځي. کتاب، کتابچه او قلم ته ضرورت لري، خو زموږ حالت ډېر خراب دی ځکه کار نه‌شته او خوراکي توکي ډېر ګران دی."

له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي کډوال له حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي او د سرپناه او د ژوند د نورو اړتیاوو په برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.

د ازادِ راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ویاند عبدالمطلب حقاني سره خبرې وکړې، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

ازادي راډیو دغه شان هڅه وکړه چې په دې اړه "افغانستان ته راستنېدونکو ته د مرستو او استوګنې"د طالبانو د حکومت د کمېسيون د وياند قاري يوسف احمدي نظر هم واخلي، خو نوموړي هم په دې اړه ځواب ورنه کړ.

د هغو موندنو له مخې چې ازادي راډيو د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ايکسپاڼې راټولې کړي د جون له لومړۍ نېټې د روانې اوونۍ تر شنبې پورې هره ورځ له يادو هېوادونو ١۵زره او ٢٢٩ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې د پاکستان حکومت له اسناد پرته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې تر ننه دوام لري.

همهاله د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ۲۰۲۳م کال په سپټمبر میاشت کې اعلان کړى و چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او د ایستلو بهیر يې پیل کړ.

نږدې یوه میاشت وړاندې د کډوالو نړیوال سازمان "آى‌اوایم" ویلي وو چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپریل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG