د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

جرمني په پاکستان کې د مېشتو ځینو افغانانو د پناه غوښتنې کېسونه رد کړي


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

جرمني د یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې کېسونه رد کړي چې اوسمهال په پاکستان کې دي او مخکې ورسره د منلو ژمنه شوې وه.

د جرمني حکومت د یو شمېر افغان کډوالو د منلو په اړه پر خپلو ژمنو له سره غور کړی دی.

د جرمني "اې‌آر‌‌ډي" خبري رسنۍ د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه هېواد د خپلو پخوانیو ژمنو خلاف د یو شمېر افغانانو د پناه غوښتنې رد کړي هغه چې مخکې یې د منلو ژمنه کړې وه.

په دغو پناه غوښتونکو کې ډېری هغه کسان دي چې په پاکستان کې یې جرمني ته د تګ په هیله میاشتې او ان کلونه تېر کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له ګواښ سره د مخ یو شمېر افغانانو غوښتنې منلې وې، خو په دغه هېواد کې له وروستیو پېښو وروسته دغه وزارت په پاکستان کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو ته ایمیلونه استولي او د هغوی د کېسونو د ردېدو خبر یې ورکړی دی.

یو شمېر دغو افغان پناه غوښتونکو، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې د پناه غوښتنه رد شوې، ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ځواب په ترلاسه کولو حیران شوي دي.

له دې ډلې په پاکستان کې مېشت یو افغان چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، وايي چې لس میاشتې وړاندې له جرمني د تایید برښنالیک له ترلاسه کولو وروسته له خپلې کورنۍ سره په دې هیله پاکستان ته ولاړ چې یوه ورځ به دغه هېواد ته ولاړ شي، خو په خبره یې تازه یې د رد ایمیل ترلاسه کړی دی.

په پاکستان کې مېشت یو افغان پناه غوښتونکی: زموږ ذهنونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او موږ لا تر اوسه خپل عادي حالت ته نه یو راستانه شوي، ډېره سخته وه چې د رد ځواب مو ترلاسه کړ، دا زموږ لپاره ډېر ناخوښی پیغام و.

هغه وايي: "موږ له دې وضعیته اقتصادي، رواني او ټولنیزه ضربه ولیده چې له بده مرغه جبران یې سخت دی، زموږ ذهنونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او موږ لا تر اوسه خپل عادي حالت ته نه یو راستانه شوي، ډېره سخته وه چې د رد ځواب مو ترلاسه کړ، دا زموږ لپاره ډېر ناخوښی پیغام و."

په پاکستان کې مېشت یو بل افغان پناه غوښتونکی وايي، له نږدې یو نیم کال راهیسي په دې هیله و چې مثبت ځواب به ترلاسه کړي، خو تازه یې د رد ځواب ترلاسه کړی دی.

دا چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "وروستي بدلونونه، زموږ خوارۍ، لګښتونه، هر څه مو ضایع شول، دوه دوه نیم کاله وخت مو ضایع شو، خو ونه توانېدو چې خپل اصلي هدف ته ورسېږو."

جرمني په داسې حال کې د دغه افغان پناه غوښتونکو غوښتنې رد کړي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲م کال تر پایله به هره میاشت ۱۰۰۰ افغان کډوال هغه هېواد ته لېږدوي.

د "اې‌آر‌‌‌ډي" د راپور له مخې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي چې د شویو ژمنو له مخې آلمان ته لږ شمېر کډوال لېږدول شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر
د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر

نوموړې د دغه کار لامل امنيتي پلټنې بللي دي.

په راپور کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت له قوله راغلي چې په پاکستان کې ۳۰۲۲ له ګواښ سره مخ افغانې کورنۍ اوسېږي چې جرمني ورسره د منلو ژمنې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱م کال اګسټ میاشتې وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د جرمني په ګډون کډوال منونکو هېوادونو ته د افغان کډوالو د پناه غوښتنې زیاتې شوې.

ډېری پناه غوښتونکي ادعا کوي چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د دندې له امله د طالبانو د حکومت له لوري د مرګ له ګواښونو سره مخ دي.

دغه پناه غوښتونکي چې د پاکستان په څېر په درېیمو هېوادونو کې هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي، اندېښمن دي چې د پاکستان حکومت هم بې اسناده افغان کډوال وباسي او د ویزو په تمدید کې هم چندانې همکاري نه کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG