د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

جرمني کې د نوي کال په شپه نږدې ۴۰۰ کسان نیول شوي


په برلین کې د نوي کال د لومړۍ شپې د نمانځنې له مراسمو یو انځور
په برلین کې د نوي کال د لومړۍ شپې د نمانځنې له مراسمو یو انځور

د جرمني په پلازمېنه برلین کې پولیسو د نوي کال په شپه نږدې ۴۰۰ کسان نیولي دي.

په برلین کې د نوي کال شپه له ناکراریو ډکه وه.

پولیسو ویلي چې اورلوبو ته راوتلیو ځوانانو په اکثرو ځایونو کې د پولیسو او خلکو په موټرو پټاقۍ او نور اور زېږوونکي توکي غورځولي دي.

په الکساندرپلتز سیمه کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو په یوه بل باندې اورغورځوونکي توکي او د اور واړه توغندي ویشتلي دي.

په نویه کلن سیمه کې چې د راپورونو په اساس اکثر په‌کې بهرنیان په تېره عربان دېره دي ځينې کسان وروسته له هغه نیول شوي چې د مولوتوف کوکتل د جوړولو هڅه یې کوله.

مولوتوف کوکتل اکثر ښيښه‌یي بوتلو کې د تېلو یا اور زېږوونکو موادو د ډکولو له لارې جوړېږي چې بل لور ته په ویشتلو یې اور او چاودنه رامنځته کوي.

د برلین پولیسو د دوشنبې په ورځ د نوي کال د شپې د پېښو راپور وړاندې چې له مخې یې لږ تر لږه ۳۹۰ کسان نیول شوي.

لا معلومه نه ده چې څومره افغانان په دې نیول شویو کسانو کې شامل دي، خو تېر کال په برلین کې په ورته پېښو کې لږ تر لږه ۲۷ افغان کډوال هم نیول شوي وو.

په برلین کې د افغانانو کلتوري ټولنې سږکال د پولیسو له خوا د افغانانو په نیولو بي خبري وښوده.

د پولیسو ویاندې انیا دېرشکه رویـټرز سره خبرو کې تایید کړې چې د نوي کال د امنیتي تدابیرو لپاره څلور نیم زره پولیس توظیف شوي وو.

هغې ویلي چې له دې ډلې ۵۴ پولیس افسران ټپيان شوي دي.

برلین ته د نوي کال د جشن د نمانځلو لپاره یو شمېر خلکو د پولیسو په تدابیرو نیوکه هم کړې په تېره دا چې پولیسو هر ځای خلک تالاشي کول.

له دې ډلې د برلین یو سیلانی چې هاشم نومېږي رویټرز ته وویل: "زه جرمني کې را لوی شوی یم. هېڅکله مې داسې حالت نه و لیدلی. زه د برلین نه یم، خو برلین تل یو ښایسته ځای و، مګر دا حالت ډېر بد دی."

پولیسو او د دولت چارواکو بیا د نوي کال په شپه د تالاشیو او امنیتي تدابیرو ننګه کړې ده.

په جرمني کې د نوي کال په درشل کې د ترهګریزو پېښو د مخنیوي لپاره هم پولیسو تدابیر نیولي وو.

په دې لړ کې دری کسان د کولن په کلیسا باندې د برید د طرحې په تور نیول شوي.

پولیسو د نیول شویو کسانو هویت او جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو تر دې مخکې یې د کرسمس په شپه باندې یو تاجک تبعه په کولن کې نیولی وو چې ویل کېږي له داعش خراسان ډلې سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG