د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

جرمني: طالبان له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په بدل کې رسمیت پېژندنه غواړي


په جرمني کې پر یوې دولتي ودانۍ د دې هېواد ملي بیرغ
په جرمني کې پر یوې دولتي ودانۍ د دې هېواد ملي بیرغ

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان له دغه هېواده افغانستان ته د افغان کډوالو د ايستلو په صورت کې د همکارۍ په بدل کې د رسميت پېژندلو غوښتونکي دي.

سارايوا ټایمز د یکشنبې په ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړى چې د هغو افغان کډوالو چې د جرمني امنيت ته ګواښونکي دي د ایستلو په صورت کې د طالبانو حکومت غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي.

د دغه راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو ویاند ډینس کومټات د جمعې په ورځ په برلین کې په یوه خبري غونډه کې ويلي چې طالبان د افغان کډوالو د هر ډول ستنېدو په بدل کې لږ تر لږه نړیوال جزيي رسميت پېژندل غواړي.

نوموړي زياتوي چې جرمني د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او نه ورسره همکاري کوي او د ده په وینا، دغه هېواد له طالبانو سره یوازې په تخنیکي او فردي مواردو کې په اړيکه کې دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې طالبانو تر دې وړاندې هم د مجرمینو او هغو کسانو د منلو په برخه کې د همکارۍ اعلان کړی چې جرمني ته ګواښ ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د آلمان په منهایم ښار کې د یوه ۲۵ کلن افغان کډوال له لوري د یوه پولیس له وژل کېدو وروسته د جرمني هېواد د ايستلو بهیر ته جدي پاملرنه شوې کړې.

پر پولیسو او څو نورو کسانو د دغه افغان کډوال برید افراطي بلل شوی دی.

د جرمني حکومت د امنیتي ګواښونو له امله افغان او سوريايي کډوال خپلو هېوادونو ته نه دي استولي.

خو د سارایوا ټایمز د راپور له مخې، د جرمني صدراعظم اولاف شولز د پنجشنبې په ورځ ویلي چې غواړي افغانستان او سوریې ته مجرمینو د شړلو اجازه ورکړي او د دې لپاره د لارو چارو په لټه کې دی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز
د جرمني صدراعظم اولاف شولز

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د روان ميلادي کال له پیله تر اوسه له جرمني ٦ زره ٣١٦ پناه غوښتونکي ايستل شوي په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال په همدې موده کې ۴زره ٧٩٢ پناغوښتونکي ايستل کېدل ثبت شوي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

خو هغه افغانان، چې له جرمني هېواده یې د پناه غوښتنه کړې اوس له دغه هېواده ايستل کېدو ته اندېښمن دي.

په جرمني کې یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "جرم فردي دی، یوازې هغه کس ته باید سزا ورکړل شي، هغه باید وشړل شي، نه دا چې ټول افغانان وشړل شي. زه په ډېر زحمت جرمني ته راغلی یم، دا ناشونې ده چې بېرته مې افغانستان ته ولېږي. زه له جرمني هېواده غواړم چې زما د پناه غوښتنه ومني."

یو بل افغان کډوال وویل: "درې کاله کېږي چې له ترکیې څخه جرمني ته په پښو راغلى يم، په لاره کې مې جدي ګواښونه وليدل، د پلار کور مې خرڅ کړ. په دې هیله چې جرمني یو خوندي ځای دى راغلم، اوس چې د جرمني ښي اړخه ګوند غواړي له جرمني کډوال وباسي، دا زما او د ټولو افغان کډوالو چې جرمني کې دي، د اندېښنې لامل شوى دی."

ارشیف: د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو وګړي هڅه کوي څو په داسې سختو لارو ځانونه د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ته ورسوي.
ارشیف: د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو وګړي هڅه کوي څو په داسې سختو لارو ځانونه د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ته ورسوي.

خو په ياد راپور کې دا هم هم ويل شوي چې په جرمني کې د کډوالو د حقونو يوې ادارې د دغه هېواد صدراعظم پرېکړه غندلې ده.

د راپور له مخې، د دې سازمان مشر کارل کوپ د جمعې په ورځ دآګسبورګر آلګماینه ورځپاڼې ته ويلي چې "د نړیوالو قوانینو له مخې په ښکاره توګه افغانستان او سوریې ته د کډوالو ايستل منع کوي."

د نوموړي په وينا، دواړه هېوادونه د شکنجې او غيرانساني سزا په ورکولو پېژندل شوي دي.

له بلې خوا د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي چې دوی د ايستلو په بهیر کې د هغو مسلمانانو او هغو اسلامپالو تر منځ چې د دوی پر ضد سخته مبارزه کوي، توپیر کوي.

XS
SM
MD
LG