د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د یوه افغان کډوال له‌خوا د چړې په  ګوزارونو د جرمني ټپي شوي پولیس ساه ورکړه


د جرمني په منهایم ښار کې د پولیسو یو افسر په هغه ځای کې څېړنې کوي چې د دوی یو بل همکار د چړو په ګوزارونو ټپي شوی و چې د یکشنبې په ورځ یې ساه ورکړه. دغه پېښه د مې په ۳۱مه شوې ده.
د جرمني په منهایم ښار کې د پولیسو یو افسر په هغه ځای کې څېړنې کوي چې د دوی یو بل همکار د چړو په ګوزارونو ټپي شوی و چې د یکشنبې په ورځ یې ساه ورکړه. دغه پېښه د مې په ۳۱مه شوې ده.

د جرمني د پولیسو یو افسر چې ویل کېږي د یوه افغان کډوال له‌خوا د چړې په ګوزارونو سخت ټپي شوی و، د یکشنبې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړه.

د منهایم ښار د پولیسو افسر ۲۹ کلن رووېن "اېل L" له ټپي کېدو وروسته تر پرونه د ماشین په مټ څو ورځې ژوندی ساتل شوی و.

د راپورونو له مخې دا جرمن پولیس د جمعې په ورځ سهار د سلیمان "اې A" په نوم د یوه ۲۵ کلن افغان کډوال له‌خوا څو چاقو په غاړه او سر وهل شوی و.

ویل کېږي د جرمني پولیس په چړو وهل شوی او تورن کس افغان دی چې د پولیسو له لوري تر ټپي کېدو وروسته اوس روغتون کې بستر دی.
ویل کېږي د جرمني پولیس په چړو وهل شوی او تورن کس افغان دی چې د پولیسو له لوري تر ټپي کېدو وروسته اوس روغتون کې بستر دی.

بریدګر په منهایم ښار کې له یاد پولیس مخکې لږ تر لږه پنځه نور کسان، چې د پاکس اروپا اسلام ضد ښي اړخي ډلې غړي وو په چړو ووهل او ټپیان یې کړل.

په ټپیانو کې د دې اسلام ضد ډلې د بورډ غړی مایکل ستورزینبرګر هم شامل دی.

په جرمن پولیس د چاقوګانو د ګوزارونو د تاوتریخجنې شېبې عکسونه په خواله رسنیو هم لاس په لاس کېږي چې د کډوالو ضد ګڼ غبرګونونه یې پارولي دي.

بریدګر د پولیسو په ډزو کې ټپي او له جمعې ورځې راهیسې په روغتون کې بستري دی.

پولیسو ویلي چې بریدګر د پوښتنو ګروېږنو لپاره لا نه دی چمتو.

په جرمني کې مېشت افغان کارپوه او د برلین د پوهنتون استاد اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل که څه هم دا د یوه کډوال شخصي عمل و، خو که داسې پېښې زیاتې شي د کډوالو عمومي پالیسۍ ته زیان رسوي.

په جرمني کې مېشت افغان کارپوه او د برلین د پوهنتون استاد اسحق اتمر
په جرمني کې مېشت افغان کارپوه او د برلین د پوهنتون استاد اسحق اتمر

اتمر وویل: "زه ګمان نه کوم چې دا په هغه قوانینو کې د کوم تغییر سبب شي چې په جرمني کې د مهاجرو لپاره موجود دي. په هر صورت دا پېښه بده پېښه وه. که دغه پېښې بیا تکرار شي نو بیا وروسته کيدای شي چې د کډوالو په عمومي پالیسو مخصوصاً د افغانانو پر وړاندې دا یو تغییر رامنځته کړي."

تر دې برید وروسته د ښي اړخو ګوندونو او کډوالو ضد فعالانو له‌خوا لاریونونه او کلکې نیوکې شوي.

په منهایم ښار کې یکشنبه له غرمې وروسته د ښي اړخي "اې‌ایف‌دي" ګوند ځوانو پلویانو د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ضد لاریون وکړ.

د دغه لاریون ګډونوالو د رسنیو د راپورونو له مخې د کډوالو پر ضد شعارونه ورکول.

اخوا بیا د دغو ښي اړخو ځوانانو پر وړاندې د منهایم ځینې نور فعالان پاڅېدلي وو.

ښي اړخي ګوندونه د جرمنانو تر منځ هم ګڼ مخالفان لري او د کډوالو او اسلام ضد تګلارو په اړه یې خپل اعتراضونه څرګندوي.

XS
SM
MD
LG