د پناه غوښتنې لپاره د اروپايي ټولنې اژانس EUAA وايي، افغانان په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتونکو دوهمه لویه ډله جوړوي.
دغه اژانس په یوې شننه کې چې د سه شنبې په ورځ د مارچ په ۲۶مه خپره شوه ویلي چې د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د پناه غوښتنې ۹۴ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي چې د تېر کال د جنورۍ په پرتله ۲۹ سلنه کموالی ښيي.
له دې جملې څخه ۸۶۰۰ د پناه غوښتنلیکونه د افغانانو وو.
په دې میاشت کې جرمني، د کډوالۍ د ۲۸ زره غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو سره د پناه غوښتونکو تر ټولو مهم ځای و چې په همدې موده کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د ټولو غوښتنلیکونو ۳۰ سلنه جوړوي.
د پناه غوښتنې لپاره د اروپايي ټولنې اژانس د شننې له مخې، له جرمني وروسته فرانسه، هسپانیا او ایټالیا په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو مهم ځایونه دي.
د دې اژانس په شننه کې دا هم ویل شوي، د سوریې وګړو د غوښتنلیکونو کچه چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په میاشت کې یې د ټولو غوښتنلیکونو ۱۵ سلنه جوړوله، اوس راټيټه شوې، خو دا مهال د سنګال خلک په اروپايي ټولنه کې د نړیوال ملاتړ د غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کډوال د اروپايي هېوادونو د پناه غوښتنې د بهیر پر څرګنوالي نیوکې کوي.
حلیمي وايي: د اروپايي ټولنې هېوداونو ته مې هم چې درخواست کړی له بده مرغه هیڅ رسېدنه نه ده شوې او هیڅ داسې کوم پیام مو نه دی ترلاسه کړی چې هیله بخښونکی وي.
یوه له دوی څخه حلیمې ازادي راډيو ته وویل: "دوه نیم کاله کېږي چې موږ د پناه غوښتنه کړې، د شدیدو امنیتي ستونزو له امله مو هېواد پرېښود. د اروپايي ټولنې هېوداونو ته مې هم چې درخواست کړی له بده مرغه هیڅ رسېدنه نه ده شوې او هیڅ داسې کوم پیام مو نه دی ترلاسه کړی چې هیله بخښونکی وي."
ذکرالله هم له څه باندې یوه کال راهیسې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، خو د هغه په ټکو لا هم د هغه ځواب په تمه دی چې تر اوسه یې نه دی ترلاسه کړی.
هغه وايي: "شاوخوا او یو کال او څو میاشتې کېږي چې موږ ته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت لخوا هیڅ کوم ایمیل او یا تاییدي نه ده راغلې."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د خبريالانو، مدني فعالانو، فرهنګيانو، اعتراض کوونکو، د جمهوري نظام د پخوانيو پوځيانو او د طالبانو حکومت د تګلارو د منتقدینو په ګډون په سلګونه کسان، د دوی په ټکو د امنیتي ګواښونو له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي او په لوېدیځو او اسیایي هېوادونو کې پناه واخلي.
دا مهال د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د دغو کسانو ډېر شمېر چې ادعا کوي په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي، د هغو هېوادونو د ځواب په تمه دي چې د پناه غوښتنه یې پهکې کړې ده.