د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو په ناهيلې کوونکي وضعیت اندېښنه وښودل شوه


ارشیف: په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. په دغو معترضانو کې افغان خبریالان هم شته چې له امریکا د خپلو کېسیونو د ژر رسېدنې غوښتنه کوي. February 26 2023
ارشیف: په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. په دغو معترضانو کې افغان خبریالان هم شته چې له امریکا د خپلو کېسیونو د ژر رسېدنې غوښتنه کوي. February 26 2023

د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ سازمان "اې‌جی‌ایس‌او" وايي چې په ايران او پاکستان کې د افغان خبريالانو ناهيلې کوونکي وضعیت ته ډېر خواشينی دى.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلې او له ټولو نړیوالو سازمانونو یې غوښتي چې د دغو خبریالانو د ژوند د ژغورلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې چې په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو د مستندو اړيکو له لارې په ډاګه کړې چې اوسمهال لوېدیځو هېوادونو ته د هغوی د لېږدېدو بهیر درول شوی او په ډېر تیاره او مبهم وضعیت کې ژوند کوي.

د "اې‌جی‌ایس‌او" په وینا، دا اندېښنې هغه مهال زیاتې شوي چې یو شمېر هغه خبریالان چې فرانسې ته د لېږدېدو په تمه وو، د دغه هېواد له لوري ټولو ته د نه منلو ځواب ورکړل شو چې دا کړنه د افغان خبریالانو د خوندیتوب د سازمان په وینا په تېرو درېیو کلونو کې بې ساري وه.

دغه سازمان وايي، له بده مرغه دغه خبريالان د افغانستان په دواړو ګاونډيو هېوادونو کې په ډېر بد او د اندېښمنو وضعیت کې ژوند کوي.

یو شمېر خبریالان چې په ایران او پاکستان کې اوسېږي هم د لېږ د بهیر د ځنډېدو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ستونزو خبره کوي.

رامین حداد یو له هغو افغان خبریالانو دی چې له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي.

نوموړى وايي چې فرانسې ته د تګ په تمه ستونزمن ژوند تېروي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې دى او مېرمن یې دواړه خبریالان دي او موږ له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: "ما او مېرمن مې کابو لس میاشتې وړاندې په اسلام‌اباد کې د فرانسې په سفارت کې یوه انټرويو وکړه او موږ تر اوسه د فرانسې د سفارت له‌خوا د ځواب ته په تمه یوو. موږ دا مهال په پاکستان کې له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان یو ان تر دې چې پاکستاني پولیسو زه بندي کړم."

په همدې حال کې په ایران کې هم یو شمېر افغان خبریالانو په دغه هېواد کې د ورته وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

دیان سیفي، چې له دوو کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي، د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ خبریالان له دوو کلونو راهیسې په جلاوطنۍ کې ژوند کوو. زموږ ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېرېږي، یو شمېر هېوادونو د همکارۍ ژمنه کړې وه. فرانسې، جرمني او کاناډا، خو تر اوسه يې زموږ په کېسونو کې کوم پرمختګ نه دى شوی."

په همدې حال کې په ايران کې د افغانستان د خبريالانو د فدراسيون مشر امېد پويا هم د خبريالانو دغه ستونزه مني.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "هغه خبریالان چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې وروسته ایران ته داخل شوي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، همدارنګه یو شمېر چې فرانسې ته یې کېسونه درلودل، د هغوی قضيې ونه منل شوې او زما په ګډون ۲۵ نور خبریالان، چې اسپانیې ته د تللو کېسونه لري، د دوی قضيې له نږدې دوو کلونو راهیسې نه دي تعقیب شوي."

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان یا "اې‌جی‌ایس‌او" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ایران او پاکستان کې د دغو خبریالانو ویزې نه تمدیدېږي او له اقتصادي ملاتړ هم نه دی برخمن او له بې وزلۍ، بدبختۍ، ګواښونو او نا هيليو ځورېږي.

دغه سازمان ویلي، خبریالانو څرګنده کړې چې وروستیو تجربو ته په کتو، افغانستان ته د دوی تګ د دوی د نیولو او وژل کېدو په مانا دی.

کوم افغان خبریالان چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له وېرې ایران او پاکستان ته تللي، پر نړیوالې ټولنې او کډوال مننونکو هېوادونو غږ کوي چې د دوی دوسیې ژرترژره وڅېړي او دوى له دغه حالته وژغوري، ځکه چې دوی وايي، افغانستان ته بېرته نه شي ستنېدلی.

په افغانستان کې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ وروسته په لسګونو زره افغانان چې پخواني پوځيان، د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او نور فعالان په کې شامل دي، د امنیتي ګواښونو، بې وزلۍ او بې روزګارۍ په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دۍ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG