د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د فرانسې پارلماني ټاکنو کې د ښي اړخي ګوند مخکې‌والی؛ یو شمېر افغان کډوال یې اندېښمن کړي


د فرانسې پارلماني ټاکنو کې د مارین لوپېن په مشرۍ د ښي اړخي ګوند زیاتې رایې ګټلې دي.
د فرانسې پارلماني ټاکنو کې د مارین لوپېن په مشرۍ د ښي اړخي ګوند زیاتې رایې ګټلې دي.

د فرانسې په پارلماني ټاکنو کې د ښي اړخي ګوند مخکې کېدو په دغه هېواد کې یو شمېر افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

وروسته له هغه چې د فرانسې ښي اړخی ګوند د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د ټولو نورو ګوندونو او نوماندانو مخکښ شو او زیاتې رایې ګټلي، په دغه هېواد کې یو شمېر افغان کډوال د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي.

دغه افغانان چې ځینې یې تازه فرانسې ته کډوال شوي او ځینې یې د خپلو کډوالۍ دوسیو ته د بشپړېدو لپاره نورو هېوادونو کې دېره دي، ازادي راډیو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې.

یو افغان کډوال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، وایي: "د ما په ګډون د ډېرو خلکو اندېښنه دا ده چې دا ګوند د ټاکنو بری خپل کړي کېدای شي رد ځواب ورکړي، په ځانګړې توګه هغه کډوالو لا زیاته ستونزمنه ده چې په قاچاقي توګه تر فرانسې راځي."

خیرالله پرهر یو بل افغان کډوال او خبریال دی چې له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې په قانوني توګه فرانسې ته کډوال شوی دی.

نوموړي هم خپله ورته اندېښنه مطرح کړه او ادعا یې وکړه چې د طالبانو څلور میاشتې بند یې تېر کړی او د خپلو امنیتي ستونزو له امله فرانسې ته په کډوالۍ اړ شوی دی.

په فرانسه کې د پارلماني ټاکنو له بهیره یو انځور
په فرانسه کې د پارلماني ټاکنو له بهیره یو انځور

هغه وايي: "د فرانسې د وروستي وضعیت په اړه ډېر خواشیني یوو، دلته کوم ګوند چې تر اوسه په ټاکنو کې مخکښ دی، د کډوالو په اړه د دوی پالیسي د اندېښنې وړ ده، له دوی زموږ غوښتنه ده چې په ځانګړې توګه دې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي، ځکه افغانستان کې ټول خبریالان، سیاسیون او مدني فعالان له ستونزو سره مخ دي، ما خپله د حاکمې ډلې څلور میاشتې زندان تېر کړ او د ځان د خوندیتوب لپاره فرانسې ته راکډوال شوم."

خو د فرانسې پارلماني ټاکنو کې د مارین لوپین په مشرۍ د ښي اړخي ګوند مخکښ کېدو هغه افغانان لا پسې زیات اندېښمن کړي چې په نوروهېوادونو کې د فرانسې د پناه غوښتنې د دوسیو بشپړېدو او ویزو ته دېره دي.

په ایران کې افغان کډوال محمد علي فقیر زاده ازادي راډیو ته وویل: "زه خپله شپږ لوڼې لرم، یوه یې په ۱۱ ټولګي، یوه یې په ۹ کې او بله له ۱۲ ټولګي فارغه وه چې هغسې شرایط راغلل او موږ دې خوا ته راغلو، دلته کډوال له ګڼو ستونزو مخ دي. زموږ غوښتنه له دې ګونده دا ده چې د افغانستان شرایطو ته په کتو کډوال دې پام وکړي."

په ایران کې بل افغان کډوال سعیدې مرادي وویل: "زما خاوند په فرانسه کې دی، زه ډېره اندېښمنه یم، دا مېرمن (ګوند) بریالۍ شي، اوس مو کارونه شا ته پاتې دي که دوی داسې وکړي زموږ ژوند به نور کاملاً ختم شي."

دا افغان داسې وخت غوښتنې او اندېښنې مطرح کوي چې د فرانسې د ښي اړخي ګوند مشرې مارین لوپین د جولای په دویمه د فرانسې راډیو "فرانس انټر" څانګې سره په مرکه کې د بریا په صورت کې یې په خپل کړیو ژمنو د عملي کېدو ټینګار وکړ.

هغې وویل: "دا ښکاره ده چې موږ به تر هغه حکومت ته تللی نه شو څو چې عمل ونه کړو، هغه څه چې زموږ رایه راکوونکي یې له موږ څخه غوښتنه کوي، هغه د (هېواد) پالیسو بدلول دي او دا هغه څه دي چې دوی موږ ورته غوره کوي."

دغه ګوند ۳۴ سلنه رایې ګټلي دي.

د فرانسې پارلماني ټاکنې په دوو پړاوونو د پارلمان ۵۷۷ څوکیو لپاره ترسره کېږي چې لومړی پړاو يې د تېرې یکشنبې او راتلونکې پړوا یې راروانه یکشنبې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په جرمني کې هم د یو افغان کډوال له لوري د یو جرمن پولیس د وژلو له امله د دغه هېواد چارواکو څرګندونې کړې وې چې خطرناکه کډوال به درېیمو هېوادونو ته ډیپورت کوي چې په جرمني کې یې هم د ګڼو کډوالو د وضعیت او پناه غوښتنه په اړه اندېښنې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG