د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ايمانويل مکرون بيا د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې


ايمانويل مکرون
ايمانويل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې وګټلې.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وتوانېد، چې په دویم پړاو ټاکنو کې مارین لوپین ته په اسانۍ ماته ورکړي.

ښي اړخې نوماندې مارین لوپین خپله ماته ومنله.

هغې زياته کړه: "اغلو او ښاغلو، په هېواد کې به د ازادۍ یوه لویه څپه راغلې وای. خو د رایو د صندقونو پایله چې زه ورته درناوی لرم بل څه راووته."

د مارین لو پین پلویان د هغې د ماتې په اورېدو حیران شوي وو.

خو د ولسمشر مکرون پلویان، چې په پاریس کې د ایفل ټاور ته څېرمه په یوه چوک کې راټول شوي وو، د هغه د بریا خبر یې په جوش او جذبې سره ولمانځه.

پاريس کې د خلکو د راټولېدنې يوه څنډه
پاريس کې د خلکو د راټولېدنې يوه څنډه

د ټاکنو لومړنۍ پايلې ښيي چې ولسمشر مکرون د ۵۸-۵۷ سلنه رايو په ګټلو بريالی شوی دی.

ډېری کیڼ اړخو مکرون ته رایه ورکړه څو د آغلې لوپین د بریا مخه ونیسي.

د مبارکۍ په ټویټ کې ، د جرمني صدراعظم اولاف شولز د اروپايي ټولنې پلوي ولسمشر ایمانویل مکرون ته په خطاب ویلي، چې خوشاله دی له هغه سره کار ته دوام ورکوي.

ښي اړخې افراطي سیاستوالې مارین لوپين بیا په ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې که بریالۍ شي نو له اروپايي ټولنې، جرمني او ناټو سره د پاریس اړیکې کموي.

اغلې لوپین دا هم ویلي وو، چې غواړي د فرانسې په لارو کوڅو کې د ټیکریو اغوستل منع کړي، د حلالې غوښې قصابۍ بندې او اروپا ته د کډوالو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG