د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

فرانسه کې نن یکشنبه د ټاکنو دوهم او وروستی دور دی


په فرانسه کې نن یکشنبه د جمهوري ریاست د ټاکنو دوهم او وروستی دور دی.

په نننیو ټاکنو کې به مخکښ کاندید امانوېل مکرون او د افراطي ښي اړخي ګوند کاندیده مارین لوپن سره مخامخ شي.

د فرانسې د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړی دور دوه اوونۍ مخکې ترسره شو چې منځ‎لاري سیاست‎وال امانوېل مکرون تر مارین لوپن زیاتې رأیې ترلاسه کړې وې.

له فرانسې د بهر مېشتو فرانسویانو لپاره د رأیو اچولو بهیر د جمعې په ورځ پیل شوی وو.

په فرانسه کې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین په وروستیو شېبو کې د منځ‌لاري کاندید امانوېل مکرون د انتخاباتي کمپاین پر اسنادو سایبر یا انټرنټي حمله وشوه.

د رپوټونو پر اساس، د مکرون د ټاکنیز کمپاین نهه ګېګا بایټه اسناد او برېښنا لیکونه، د جمعې په ورځ پر داسې یوه انټرنټي پاڼه خپاره شول چې ناڅرګنده کسانو ته د معلوماتو د خپرولو اجازه ورکوي.

په فرانسه کې د ټاکنو کمېسیون تر دې پېښې وروسته، رسنیو ته خبرداری ورکړ چې د دې معلوماتو بیا خپرول د ټاکنو پر قانون تېری ګڼل کېږي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پرون ژمنه وکړه چې د مکرون د انتخاباتي کمپاین د برېښنا لیکونو د افشا کېدو مسئلې ته به ځواب ورکړي.

ولسمشر اولاند وویل چې د ټاکنو پر مهال د داسې پېښې له امکانه خبر وو ځکه د هغه په وینا دا کار په نورو هېوادونو کې هم شوی دی.

خو ټینګار يې وکړ چې هېڅ کار به بې‌ځوابه نه‌پاتې کېږي او ټاکنو کې د لاسوهنو په اړه به ځانګړې پروسه پیل شي.

یو شمېر څارونکي دا ټاکنې په وروستیو لسیزو کې د فرانسې لپاره ډېرې مهمې ګڼي.

داسې ګڼل کېږي چې فرانسه کې د نننیو ټاکنو پایله به له اروپايي اتحادیې سره د فرانسې د اړیکو پر راتلونکي او له روسیې سره د فرانسې او اروپايي اتحادیې پر اړیکو مهم اغېز ولري.

منځ‌لاری کاندید، امانوېل مکرون د ازاد اقتصادي بازار او اوکراین کې د لاسوهنې له امله، پر مسکو د اروپايي اتحادیې د اقتصادي بندیزونو ملاتړ کوي.

خو د افراطي ښي اړخې سیاستوالې مارین لوپن له اروپايي اتحادیې د فرانسې د وتلو ملاتړ او له روسیې سره د خپل هېواد د اړیکو د ښه کولو نظر څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG