د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د فرانسې ولسمشرۍ ته کاندیدانو یو بل په درواغو تورن کړل


د فرانسې ولسمشرۍ ته کاندیدان.
د فرانسې ولسمشرۍ ته کاندیدان.

د فرانسې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو په یوې ټلوېزیوني مناظره کې پر یو بل سخت انتقادونه وکړل او یو بل ته‌يې سپک الفاظ استعمال کړل.

دواړو کاندیدانو پرون د یو بل پر ضد سخت کلمات وکارول او د یو بل پر پالېسیو او پلانونو يې شدید انتقادونه وکړل.

منځلاري کاندید امانوېل مکرون سخت دریځه ښي اړخې سیاستوال ېمارین لوپین ته وویل ستا ستراتیژي دا ده چې زیات دروغ ووايې، ته هېڅ پېشنهاد نه‌لرې.

لوپین بیا مکرون تورن کړ چې په درواغو يې ځان یو غوره اقتصادپوه معرفي کړی دی.

مکرون لوپین تورنه کړه چې د کډوالو او مسلمانانو په اړه د دې تګلاره به د فرانسې خلک ووېشي او یو د بل پر ضد به‌يې پورته کړي.

د فرانسې ولسمشرۍ ته کاندیده ېمارین لوپین.
د فرانسې ولسمشرۍ ته کاندیده ېمارین لوپین.

لوپین مکرون تورن کړ چې غواړي فرانسه د اروپايي ټولنې له‌خوا اداره شي.

امانوېل مکرون وویل د سوريې او اوکراین په شان مسئلو د حل لپاره به د روسيې له ولسمشر سره یوځای کار وکړي خو د هغه په خبره فکر نه‌کوي چې تر دې اخوا فرانسه او روسیه ګډ معیارونه او لومړیتوبونه ولري.

لوپین وویل له سیاسي اړخه دا په غوره موقعیت کې ده چې له روسيې، امریکا او بریتانيې سره خبرې وکړي.

د هغې په خبره هر څه چې کېږي خو د فرانسې مشري به یوه ښځه کوي څرنګه چې مېرمن مېرکل د جرمني مشري کوي.

په فرانسه کې مېشت د سیاسي چارو افغان کارپوه ډاکتر اکبر وردګ په دې اړه چې د انتخاباتو پایله به له اروپايي ټولنې او امریکا سره د پاریس پر اړیکو څه اغېز وکړي، ازادي راډیو ته وویل:

"دا په دې اړه لري چې کوم کاندید بریالی کېږي او ولسمشرۍ ته رسېږي، مسایل دومره پېچلي دي چې سړی نه‌شي کولای د کاندیدانو په یوه خبره د هغه د ټول سیاست په اړه پوه شي."

امانوېل مکرون.
امانوېل مکرون.

امانوېل مکرون او مارین لوپین دواړو د ولسمشرۍ د لومړي دور په انتخاباتو کې د نورو کاندیدانو په مقایسه زیاتې رأیې ترلاسه کړي او دوهم دور ته ووتل.

د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم دور د روانې می میاشتې په اوومه نېټه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG