فرانسویانو نن ټوله ورځ د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رأیې ورکړې.
فرانسه کې مېشت افغان خبریال رحیمالله ورین ازادي راډیو ته وویل، دا ځل ټاکنې تر پخوانیو هغو توپیر لري او خلک د فرانسې د راتلونکې په اړه اندېښنه کې دي.
ښاغلي ورین سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او د دغو انتخاباتو د بهیر په اړه یې لومړۍ پوښتنه کړې ده: