د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

ملګري ملتونه: په جون کې له پاکستانه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو کچه کمه شوې


ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په جون میاشت کې له پاکستانه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو کچه کمه شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" هغه تازه راپور چې د جمعې په ورځ ناوخته خپور شوی، ښیي چې له پاکستان څخه په جون میاشت کې په خپله خوښه د افغان کډوالو ستنېدل د مې د مياشتې په پرتله کم شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې له جنوري څخه تر جون پورې شاوخوا ۱۳زره او ۸۴۶ افغان کډوال له پاکستان څخه په خپله خوښه ستانه شوي چې له دې ډلې څخه نږدې ۶زره تنه په مې او نږدې ۴ زره تنه په جون میاشتو کې ستانه شوي دي.

د دې راپور له مخې، د ستنېدو لاملونه اقتصادي ستونزې، د نیولو وېره او د خوراکي توکو کمښت ياد شوي دي.

همدارنګه ځینې کډوالو د کورنۍ سره د یوځای کېدو او د کاري فرصتونو په لټه کې د ستنېدو لاملونه ښودلي دي.

خو له پاکستان څخه په خپله خوښه د ستنېدو په لړۍ کې کموالی له دغه هېواد څخه د شړل شویو افغان کډوالو په شمېر کې د کموالي په مانا نه دی.

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" په یوه بل راپور کې چې د جولای په پنځمه د بېرته ستنېدونکو لپاره د ځواب ویلو پلان په نامه خپور شوی، راغلي چې په روان میلادي کال کې شاوخوا ۱۵۹زره افغان کډوال په جبري او خپل خوښه له پاکستان څخه ستانه شوي دي.

د دې راپور له مخې یوازې په روان میلادي کال کې ۳۷۶۷ د "پي‌اوآر" کارت لرونکي او د افغان تابعیت کارت "اې‌سي‌سي" لرونکي نیول شوي او شړل شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د پاکستان څخه د ستنېدونکو تجربې پوښتلي چې ۱۲سلنه د نیول کېدو تجربه لري، ۱۰سلنه ځورول شوي او ۱۳سلنه بډو ورکولو ته اړ شوي دي.

د دې راپور له مخې کډوال ان د ستنېدو پر مهال له ورته ستونزو سره مخ دي.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي چې له سپټمبر ۲۰۲۳م څخه تر اوسه یې په ننګرهار، کابل او کندهار ولایتونو کې له ۱۰۰زرو څخه زیاتو ستنېدونکو سره نغدي مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو لپاره په خپله خوښه د ستنېدو ورکړل شوې نېټه د جون د میاشتې په ۳۰مه پای ته ورسېده.

د پاکستان په بلوچستان کې د افغان کډوالو استازی ظاهر پښتون وايي، هغه کسان چې د "پي‌اوآر" کارتونه لري او کلونه کلونه په پاکستان کې اوسېږي د شړلو له خطر سره مخ دي، خو دوی په افغانستان کې ژوند کولو ته هيڅ چمتوالی نه لري.

هغه وایي: "باید دوی ته ځمکې ورکړل شي او همدارنګه ورته ونه ویل شي چې خپلې پلرنۍ سیمې ته ستانه شي، دوی ته باید د سفر او ژوند اجازه ورکړل شي."

د غلام علي رحیمي په نوم یو افغان کډوال چې په پېښور کې اوسېږي، ازادي راډیو ته وویل: "د افغانانو ستونزې ډېرې دي؛ اقتصادي ستونزې، د ماشومانو زده‌کړه او نورې ډېرې مسئلې دي. موږ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړو چې د هغو کسانو کارتونه چې ثبت او راجستر شوي دي پروسس کړي تر څو د هغوی وضعیت چې په شرایطو برابر دي روښانه شي. په پاکستان کې ژوند کول ستونزمن دي."

ځینې هغه افغانان چې تازه له پاکستان څخه ستانه شوي، ازادي راډیو ته یې ویلي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه ستون شوی حافظ الله وايي: زه چې مهاجر شوم او له مهاجرته راوګرځېدم له ستونزو سره مخ شوم، اقتصاد مې ښه نه دی او اوس حتی د خپلو ماشومانو لپاره سم خوراک نه شم پیدا کولی.

حافظ‌ الله چې د دوی له ډلې دی او اوس په کندهار کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وویل: "له ډېرو ستونزو سره مخ یم، اقتصادي حالت مې ښه نه دی، نه پوهېږم چې د ماشومانو سره څه وکړم؟ زه چې مهاجر شوم او له مهاجرته راوګرځېدم له ستونزو سره مخ شوم، اقتصاد مې ښه نه دی او اوس حتی د خپلو ماشومانو لپاره سم خوراک نه شم پیدا کولی."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له سپټمبر ۲۰۲۳م څخه تر روان میلادي میاشتې پورې، نږدې ۶۵۰زره افغان کډوال له پاکستان څخه ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره، سلګونه زره افغانان د امنیتي ګواښونو، بې‌کارۍ، د طالبانو د حکومت له لوري د محدیتونو او نورو ستونزو له امله د پاکستان او ایران په ګډون نورو هېوادونو ته کډه شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG