د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

په پاکستان کې د کارت لرونکو کډوالو لپاره د ضرب الاجل موده پوره شوه


له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري

د پاکستان د حکومت له لوري افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو د ټاکلي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته، چې د جون ۳۰ مه وه، دغه هېواد د یادې مودې د غخېدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی وه چې د (ای سي سي) او “پي او ار” کارتونو درلودنکي کډوال به هم په جبري توګه د ایستلو د لړۍ په دویم پړاو کې شامل وي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي، که څه هم تل د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي خو په خبره یې، که د جبري ایستلو دویم پړاو پیل شي، وضعیت به یې لا بد شي.

په اسلام اباد کې یوه افغان کډوال نادر سعیدي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پولیسو له څو ورځو را په دې خوا کور په کور پلټنې پیل کړې دي.

“د جولای تر لومړۍ نېټې پورې، چې د پاکستان دولت د کډوالو د داوطالبانه بېرته ستنېدنې لپاره ټاکلې وه پای ته ورسېده، دوه ورځې مخکې د اسلام اباد په B17 سیمه کې کورونو ته لاړل او د کډوالو اسناد یې وڅېړل چې وګوري ایا دوی قانوني دي او پاسپورټ او ویزه لري که نه، پرون هم په راولپنډۍ کې څو کورونو ته ورغلي وو او له کډوالو یې اسناد غوښتل.”

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال ظاهر بهاند ازادي راډیو ته وویل:

“چک پاینټونه ډېر شوي، د پاکستان پولیسو د شپې عملیات زیات کړي چې ډېر ځورونکي دي او د ماشومانو او زیاتو عمر لرونکو ښځو لپاره یې ستونزې جوړې کړي، هغه کسان چې قانوني اسناد هم لري، نیسي یې.”

د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د وضعیت په اړه اندېښمن دی.

“دوه کاله کېږي چې په پاکستان کې اوسېږم او زما د کډوالۍ په قضیه کې لږ پرمختګ شوی، خو که وایستل شم په افغانستان کې به له امنیتي ستونزو سره مخامخ شم، موږ ډېر اندېښمن یوو چې ونه نیول شو، که ونیول شو له ستونزو سره مخ کېږو، زموږ کېسونه مخته تللي.”

د پاکستان حکومت د جبري ایستلو د لومړي پړاو له پیل وړاندې ادعا کړې وه چې نژدې ۴،۴ میلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي چې له دې شمېره ۱،۷۳ میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ م کال په نوومبر میاشت کې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې لا هم روانه ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) د وروستي راپور له مخې، یوازې د روان کال د جون له لومړۍ تر ۱۵مې نېټې پورې تر ۲۲ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت هم په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې هره ورځ سلګونه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستنول کېږي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، یوازې د سرطان په ۹ نېټه ۷۷۷ کسان له پاکستانه په جبري توګه رایستل شوي دي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت او نړیوالو سازمانونو په وار - وار له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه کړې خو د پاکستان حکومت تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سلګونه زره افغانان په بېلابېلو دلایلو لکه امنیتي ګواښونو، بې کارۍ، د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو د کار او تعلیم د بنذیزونو او د نورو هیوادونو ته د کډوالۍ د دوسیو د بشپړولو په خاطر ایران او پاکستان ته کډوال شول، چې اوس په دغو هېوادونو کې په زوره د بېرته ایستلو له ګواښونو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG