د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

یو شمېر افغانان: د ایران نوی ولسمشر دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي


ارشيف: په ايران کې افغان کډوال
ارشيف: په ايران کې افغان کډوال

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دوهم پړاو کې د مسعود پزشکيان له بریا وروسته، په ياد هېواد کې یو شمېر افغان کډوال له نوموړي غواړي چې د ايران د نوي ولسمشر په توګه له هغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ايستلو مخه ونیسي او له کډوالو سره نرم سياست غوره کړي.

پویا وايي: زموږ غوښتنه د ايران له ولسمشر څخه دا ده چې د کډوالو پر وړاندې له نرم او ښه سياست څخه کار واخلي چې څه وخت دوی دلته مېلمانه دي ښه او هوسا ژوند ولري

امېد پویا، چې په ایران کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مسوول دی، وايي چې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه وایي: "زموږ غوښتنه د ايران له ولسمشر څخه دا ده چې د کډوالو پر وړاندې له نرم او ښه سياست څخه کار واخلي چې څه وخت دوی دلته مېلمانه دي ښه او هوسا ژوند ولري، حد اقل وکولى شي په ازاد ډول وګرځي او کار وکړي، ځکه کډوال ډېرې ستونزې لري."

عزیز بیا د تېر جمهوري نظام یو پوځي دی، کله چې طالبان بيا ځلي په افغانستان واکمن شول، دی ايران ته کډوال شو.

نوموړی وايي، د امنیتي ګواښونو له امله یې خپل هېواد پرېښى دی.

هغه د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر څخه وغوښتل: "زما غوښتنه د ايران له ولسمشر څخه دا ده چې افغان کډوالو سره ښه او ملايم چلند وکړي، نیونې ودروي او افغان کډوالو ته اسانتياوې برابرې کړي چې ايران کې څو ورځې ښې تېرې کړي، موږ چې افغانستان کې د ځان پر وړاندې کوم ګواښونه وينو د بېرته ستنېدو لار نه وينو."

په ایران کې یو بل افغان کډوال امېد رحیمي هم د کډوالو د ورته ستونزې يادونه کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له پزشکيان غواړو چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، موږ ايران کې ډېرې ستونزې لرو د ويزې او اقامت ستونزې او نور."

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دوهم پړاو کې اصلاح غوښتونکي نوماند مسعود پزشکیان چې د ايران ټاکنې يې ګټلي هم د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د افغان کډوالو پر وړاندې د خپلو ځينو طرحو یادونه کړې وه.

نوموړي د جون پر ۱۳مه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي وو، که ټاکنې وګټي، حکومت به یې د افغان کډوالو په تړاو درې کړنې ترسره کړي.

د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان
د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان

پزشکيان د پولو د تړلو او د نورو کډوالو د راتګ د مخنیوی، په ایران کې د افغان کډوالو تنظیمول او له اروپایي هېوادونو سره د دغو کډوالو د منلو او یا هم په ایران کې د هغوی د شتون د لګښت د پرې کولو يادونه کړې وه.

پزشکيان دغه شان زیاته کړې وه چې له دې هم باید سترګې پټې نه کړو چې ډېری افغانانو د ایران په اقتصاد کې اغېزمن رول لوبوي.

ټاکل شوې چې له تشریفاتي مراسمو وروسته، د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم د جولای له ۲۲مې د اګست د میاشتې تر پنځمې نېټې تر منځ ترسره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ولسمشر په توګه پزشکيان ته د بريا مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا هیله کړې.

افغان کډوال په داسې حال کې د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر د دوی ستونزو ته د پام اړولو غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې دوی د ایراني پولیسو د نامناسب چلند، زنداني کېدو، جبري ايستلو او د کډوال پر وړاندې د ځینو سختو قوانینو شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري چې د چنګاښ له ۱۲ څخه تر ۱۶مې پورې شاوخوا ١٢زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG