د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

پاکستان ته د ملګرو ملتونو د لوی کمېشنر سفر؛ د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو لیده کاته لري


 د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې
د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې

په پام کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر نن پاکستان ته ولاړ شي او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له پاکستانی چارواکو سره خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر بیا پیل شوی، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې نن پاکستان ته ځي څو له چارواکو او افغان کډوالو سره په دې اړه خبرې وکړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" ویاند قیصر اپریدي د ګراندې د لیدنو کتنو په اړه بېګا ازادي راډیو ته وویل: "د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر د درېیو ورځو په مخه پاکستان ته راځي. دی به دلته له حکومتي چارواکو سره لیده کاته وکړي او د افغان کډوالو له استازو سره به هم وګوري او د حکومت له چارواکو سره به د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړي چې افغان کډوال یې په پاکستان کې لري."

پاکستاني چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ووویل چې ګراندې به لومړی د خیبرپښتونخوا ایالت مرکز پېښور ته، چې ډېری افغان کډوال په‌کې مېشت دي ولاړ شي او وروسته پلازمېنې اسلام آباد ته.

ارشیف: په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال
ارشیف: په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال

په پاکستان کې د دېره افغان کډوال کره شمېر نه دی معلوم، خو د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې د ټولو افغان کډوالو شمېر له درې میلیونو اوړي، چې له دې ډلې څه کم یونیم میلیون د مهاجرت ځانګړي کارتونه لري او ۱،۳ میلیون نور ثبت نه دي، خو په عین حال کې د پاکستان حکومت وايي چې د اتو لکو په شاوخوا کې نور افغانان د افغانستان د تابعیت په نوم کارتونه لري چې پاکستان د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام په غوښتنه ورکړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې پیل شوې وه روانه ده.

پرون باختر آژانس چې طالبان یې اداره کوي خبر ورکړ چې د روانې چنګاښ میاشتې د ۱۰ او ۱۵مې نېټې ترمنځ له پاکستان او ایران څخه د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک او همداراز د نیمروز د ورېښمو او د هرات د اسلام کلا بندرونو له لارو نژدې دولس زره افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو مسئله د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې د ځینو لانجو سبب هم شوې ده.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

پر افغانستان واکمن د طالبانو حکومت چې د لوېدیځو هېوادونو له بندیزونو سره مخامخ دی، وايي چې په لوی شمېر د افغان کډوالو د ایستلو لپاره اوس چمتو نه دی، خو پاکستاني چارواکي تور لګوي چې د پاکستان په ناامنیو کې د افغان کډوالو لاس دی او باید ټول وایستل شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د تېرې اوونۍ په پیل کې د افغانستان په اړه په دوحه کې جوړې شوې غونډې ته وویل، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا اوه لکه افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

ډېری دا افغانان نورو هېوادو ته د تلو په نیت پاکستان ته تللي دي.

دراني پر هغو هېوادونو چې د دې افغانانانو د منلو ژمنې یې کړې دي غږ وکړ چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG