د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

پاکستان د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ځنډولې؛ ملګرو ملتونو یې ستاینه کړې


ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ځنډولې ده.

که څه هم پاکستان له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ د درولو په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه کمېشنرۍ مشر پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ د درولو له امله د پاکستان له لومړۍ وزیر مننه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي دغه هېواد ته درې ورځنی سفر کړی او د افغان کډوالو د ستونزو پر دایمي حل یې له پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړي دي.

د عکس ښي لور ته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او چپ لور ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي
د عکس ښي لور ته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او چپ لور ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي

د کډوالو لویې کمیشنرۍ "یواین‌ایچ‌سي‌آر" پرون سې شنبې (د جولای په نهمه) په خپره کړې خبرپاڼه کې هيله ښودلې چې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ستنونې د درېدو پروسه دوام ومومي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ګراندي له پاکستاني چارواکو دا هم غوښتي چې د ۱.۳ میلیونه افغان کډوالو د کډوالۍ د رسمي کارتونو موده هم وغځوي.

ځینو پاکستاني چارواکو هم رسنیو ته دا خبره تایید کړې چې پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده.

پاکستاني رسنۍ ډان‌نیوز راپور ورکړی چې ټاکل شوې نن چهارشنبه د جولای لسمه د پاکستان د حکومت کابینه د دغو افغان کډوالو د برخلیک په اړه غونډه وکړي.

ډان‌نیوز دسرچینو په حواله ویلي، کېدای شي په دې غونډه کې د "پي‌اوآر" کارتونو درلودونکو افغان کډوالو د استوګنې موده هم وغځول شي.

ډان‌نیوز ویلي، دا غونډه وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له فلیپو ګراندي سره د لیدو پر مهال شکایت کړی چې په۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ۷۰زره افغانان ورغلي چې تر اوسه یې یوازې ۹زره درېیمو هېوداونو ته ایستل شوي، خو ګراندي غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دغه پاتې افغانان بېرته افغانستان ته وانه‌ستول شي ځکه له ګواښونو سره به مخ شي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د پاکستان د دې پرېکړې په اړه د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معلومات ولري، خو ویاند یې عبدالمطلب حقاني پوښتنې ځواب نه کړې.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د سراسري شورا مرستیال عبدالبصیر وصال وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډوال شوي افغانان له د نورو په پرتله له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: "دغه افغان کډوال چې د ۲۰۲۱م کال له اګست وروسته پاکستان ته راغلي، د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" له‌خوا ورته هېڅ داسې اسناد نه دي ورکړي چې دوی کډوال دي، هېڅ ډول مرستې ورسره نه کوي، نو تر ټولو زیات دغه کډوال له ستونزو سره مخ دي چې هر دوه میاشتې وروسته یې ویزې ختمېږي."

په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال غوښتنه کوي چې "یواین‌ایچ‌سي‌آر" او د پاکستان حکومت دې د کډوالۍ د ځانګړو کارتونو درلودونکي افغانانو ته یوه حل لاره راوباسي او د دوی د ډله جبري ایستلو لړۍ دې ودروي.

په بلوچستان ایالت که د افغان کډوالو استازي ظاهر پښتون ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د طالبانو حکومت، پاکستان حکومت او یواین‌ایچ‌ سي‌ آر نه زموږ غوښتنه دا ده چې پر داسې میکانیزم دې کار وکړي چې افغان کډوال دې په یوه سمه طریقه خپل کار او بار او ژوند راټول او خپل هېواد دې ته انتقال کړي."

بل افغان کډوال خوشحاله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ افغانان دلته په ډېر بد حال او تشویش کې دي، دلته یې پیسې بندي دي، کاروبار نه شي کولای، څلوېښت کلونه یې دلته ژوند کړی، له پاکستان حکومته مو غوښتنه ده چې زموږ افغانانو سره رحم او ګذاره وکړئ."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مخکیني لنډمهاله حکومت تېر کال په دې هېواد کې د مېشتو څه دپاسه ۱۷ لکو هغو افغانانو د جبري ایستلو پرېکړه وکړه چې د دوی په ټکو د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د همدې پلان له مخې تر دې دمه له پنځه لکه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG