د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د کډوالو په اړه د پاکستان تازه اعلان افغان کډوال اندېښمن کړي


ورسته له دې چې د پاکستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بې اسناده افغان کډوالو د نه ایستلو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل، یو شمېر افغان کډوال د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ، د چهارشنبې په ورځ په یوه لیکلي پیغام کې د ازادي راډیو / ازادي اروپا مشال رادیو ته ویلي چې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د پخوا په څېر دوام ولري.

د اغلې بلوچ په خبره، پاکستاني چارواکو د ملګروملتونو د کډوالو له لوی کمیشنر فیلیپو ګراندي سره په وروستیو لیدنو کې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د ځنډیدو په اړه هېڅ ډول تفاهم نه دی کړی.

ښاغلي ګراندي، د پاکستان له درې ورځني سفر وروسته، د اسلام اباد له هغه پرېکړې چې ګواګۍ د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې ځنډولې، هرکلی وکړ.

په پاکستان کې یو شمېر بې اسناده افغان کډوال د بې اسناده کډوالو په اړه د پاکستان د حکومت له خوا د راپورونو ردېدو اندیښمن کړي دي.

په پاکستان کې یوې افغان کډوالې سونیلا فیضي په دې اړه ازادي ته وویل:

"په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو په ډله کې، پوځیان، د مدني ټولنو غړي او خبریالان شامل دي چې زه هم پکې یم، دوی ډېرې ستونزې لري، څه موده وړاندې له نورو کډوالو سره موږ د ملګروملتونو دفتر ته ورغلو، هغوی وویل چې صبر وکړئ یوه حل لاره به پیدا شي نه پوهیږم نور څومره انتظار وکړو. "

یوه بله افغان کډواله اوږۍ احمدزۍ بیا د ملګروملتونو د کډوالو له لویې کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) څخه غواړي چې د افغان کډوالو ستونزو ته جدي پام واړوي٠

«موږ د پاکستان له حکومت او «یو ان اچ سي ار» څخه غوښتنه کوو چې د هغو افغان کډوالو په برخه کې چې له دوی سره ثبت دي لازم ګامونه پورته کړي.»

دې زیاته کړه: «دوی باید افغان کډوال پرېږدي چې په پاکستان کې ازاد ژوند وکړي او یا دې هم کوم بل هېواد ته ولیږدوي چې قضیې یې وڅیړل شي. »

په پاکستان کې د افغان کډوالو د سراسري شورا مرستیال عبدالبصیر وصال له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمیشنرۍ «یو ان اچ سي ار» د نه پاملرنې له امله شکايت وکړ، ویې ویل:

"هغه مهاجرین چې له ۲۰۲۱ وروسته پاکستان ته راغلي چې له ۷۰۰ زرو زیات دي، ۵۰۰ زره یې په «یو ان اچ سي ار» کې ثبت شوي، دوی باید په هرو دوو میاشتو کې خپلې ویزې تمدید کړي چې په هغې ډېر مصرف راځي، ډیری یې توان نه لري دې ټولو ستونزو کډوال په رواني ستونزو اخته کړي، زموږ غوښتنه دا ده چې د کډوالو غږ باید واوریدل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم دفتر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوازې هغه افغان کډوال چې د «پی او ار» کارتونه لري، د کارتونو د اعتبار موده به یې د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې تمدید شي.

دا کارتونه افغان کډوالو ته، چې شمېر یې ۱.۴ میلیونه ته رسېږي، اجازه ورکوي چې له روغتیايي، تعلیمي او بانکي خدمتونو څخه برخمن شي.

دغه پرېکړه پاکستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د لوی کمیشنر فیلیپو ګراندي له سفره وروسته شوې ده.

په هغې اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ لخوا خپره شوې وه، دې ادارې د افغان کډوالو د «پی او ار» کارتونو د تمدید غوښتنه کړې وه.

د اعلامیې له مخې ګراندی همدا راز د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه کړې وه خو د پاکستان د حکومت د ورستۍ پریکړې له مخې داسې ښکاري چې دې غوښتنې ته پام نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG