د اسټرالیا حکومت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې افغانستان ته سفر ونهکړي.
د اسټرالیا حکومت د افغانستان امنیتي وضعیت "ډېر خطرناک" بللی او له خپلو وګړو یې غوښتنه کړې چې دې هېواد ته په ځانګړې توګه کابل ته سفر ونهکړي.
دې هېواد په یوې تازه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې "هیڅ ځای" د برید له خطره خوندي نه دی او د دې هېواد وګړي باید افغانستان ته له سفر څخه ډډه وکړي.
د اسټرالیا حکومت زیاته کړې چې بهرني وګړي په ځانګړې توګه د غیردولتي موسسو کارکوونکي هم د جدي خطر او خپلسري نیونو سره مخ دي او د سختو قونسلي محدودیتونو له امله د اسټرالیا حکومت د مرستې توان نه لري.
دا خبرداری په داسې حال کې دی چې افغانان له طالبانو غواړي چې د خلکو امنیت ټینګ کړي.
د جوزجان ولایت یوه اوسېدونکې چې نه غواړي د موضوع د حساست له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي، طالبان د امنیت په ټینګښت کې په بې غورۍ تورنوي.
د جوزجان اوسېدونکی وايي: پوځي او ملکي وګړي د هرې دسیسې له مخې چې وي په پټه او مرموز ډول وژل کېږي، دغه کچه په جوزجان ولایت کې د تېر په پرتله زیاته شوې ده
هغه وویل: "پوځي او ملکي وګړي د هرې دسیسې له مخې چې وي په پټه او مرموز ډول وژل کېږي، دغه کچه په جوزجان ولایت کې د تېر په پرتله زیاته شوې ده، زموږ ځوانان په بېلابېلو پلمو له کورونو وباسي او وژنی یې بیا یې وروسته کورنیو ته وايي چې ګواګې دښمنۍ یې لرلې."
د اسټرالیا حکومت د بیان په یوې برخه کې راغلي چې ترهګرو په افغانستان کې د بهرنیانو، د غیردولتي سازمانونو کارکوونکو، روغیتايي کادرونو او د بشري مرستو د کارکوونکو په نښه کولو ته دوام ورکړی او ممکن بازارونه، کافې، رسټورانټونه او هوټلونه هدف وګرځوي.
د پوځي چارو پوهان د اسټرالیا د حکومت د دغه بیان په اړه ویشلي نظرونه لري.
پوځي کارپوه اسدالله ندیم ازادي راډیو ته وویل: "ځینې هېوادونه له ډلې یې اسټرلیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته سفر ونهکړي، تر ډېره یې لاملونه سیاسي او فرهنګي دي، دا چې طالبان د اسټرالیا د حکومت له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي نو ممکن د هغوی د راتګ له کبله طالبانو ته عاید راشي او پیاوړي شي."
خو احمدخان اندړ وايي: "د خلکو د امنیت خوندیتوب د حکومتونو مسوولیت دی، په دې وروستیو کې د تېر جمهوري نظام پوځي او ملکي کارکوونکي وژل کيږي، که دا ډول هدفي وژنې دوام وکړي هغه امنیت چې طالبانو ټينګ کړی هغه به هم ګډوډ شي."
د اسټرالیا حکومت په داسې حال کې په افغانستان کې د وضعيت په اړه خپلو وګړو ته خبرداری ورکوي چې تېر کال د نفوسو د بيا کتنې ادارې ويلي چې افغانستان د جرم او جنايت له اړخه د هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.
يادې ادارې همدا راز ويلي وو چې په افغانستان کې هدفي وژنې، فساد، د مخدره توکو قاچاق او د پيسو مينځل په جدي توګه دوام لري.
د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو طالب چارواکو تل په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او په افغانستان کې يې د بشپړ امنيت ادعاوې کړي او ويلي يې چې د تېر په پرتله د جرمنو په کچه کې کموالی رامنځته شوی دی.