د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ګوتېرېش: له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې ډېرې ښځې په ناوړه روغتیايي حالت کې دي


ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، له پاکستانه راستانه شوي افغان ښځې او نجونې په ناوړه روغتیايي حالت کې دي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له پاکستانه د افغان مېرمنو او نجونو د ویستلو پر اغېزو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

انتونیو ګوتېرېش امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي، له پاکستانه افغانستان ته ستنې شوې ډېرې ښځې او نجونې له ناوړه روغتیايي وضعیت سره مخ دي او د دوی رواني روغتیا او هوساینه د پام وړ منفي اغېزو سره مخ شوې ده.

په دغه راپور چې پرون سې شنبه د اکټوبر په ۲۲مه نېټه خپور شوی، راغلي چې په تېر۲۰۲۳م کال کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰زره افغانان چې شاوخوا ۴۹ سلنه یې ښځې او نجونې دي، افغانستان ته ستانه شوي دي.

انتونیو ګوتېرېش په خپل راپور کې همداراز په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره ویلي، په افغانستان کې، چېرې چې له ۱۲ کلونو څخه پورته عمر لرونکې ښځې او نجونې د درېیو کلونو راهیسې د زده‌کړې له حق څخه محرومې دي، د دوی پر حقونو محدودیتونه لا پراخ شوي او پر دوی د طالبانو لخوا تر ۹۰ ډېر فرمانونه صادر شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

له پاکستانه ستانه شویو دوو مېرمنو چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، له کله نه چې افغانستان ته تللي، د ښځو پر کار او زده‌کړو د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي.

یوه مېرمن وايي: "دلته هر څه ډېر خراب دي، ښځې اجازه نه‌لري چې له کوره ووځي. زه دنده نه‌لرم، ناروغه یم، آن د دې پیسې نه‌لرم چې خپله درملنه وکړم. چې دنده نه وي دلته به څنګه ژوند تېروو. دا ټول زما پر روح او روان اغېز لري."

یوه مېرمن وايي: پلار مې وزګار دی. موږ هم ښوونځي او کورس ته نه‌شو تلای. کله چې ناروغه کېږو، روغتون ته نه شو تلای، ځکه اقتصاد مو ښه نه دی. له کله نه چې له پاکستانه راغلي یو په افغانستان کې مو ډېرې بدې ورځې لیدلي.

یوه بله مېرمنه وايي: "زموږ اقتصادي او روغتیايي وضعیت خرابه دی، له پاکستانه چې دلته راغلو کاروبار نه‌شته، پلار مې وزګار دی. موږ هم ښوونځي او کورس ته نه‌شو تلای. کله چې ناروغه کېږو، روغتون ته نه شو تلای، ځکه اقتصاد مو ښه نه دی. له کله نه چې له پاکستانه راغلي یو په افغانستان کې مو ډېرې بدې ورځې لیدلي."

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د راپور له مخې، د ۲۰۲۳م کال تر پایه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۱۷،۵ میلیونه کسان د ځورونې، جګړو او تاوتریخوالي له امله بې‌ځایه شوي چې دا شمېره له ۲۰۱۸م کال راهیسې ۷۰ سلنه لوړه شوې ده.

راپور زیاتوي، د جبري بې‌ځایه شویو نفوس نیمایي یې ښځې او نجونې دي او په هرو څلورو بې ځایه شویو کې یو یې له ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، د دوی پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو او اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله ایران او پاکستان ته کډوال شول چې اوس هلته هم د نیونې، ځورونې او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG