د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

په پاکستان کې زېږېدلي یو شمېر افغان کډوال د دې هېواد د تابعیت غوښتنه کوي


ارشیف: په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې یو‌این‌ایچ‌سي‌آر سره ثبت او راجستر دي او دې ادارې ورته د کډوالۍ کارتونه ورکړي دي.
ارشیف: په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې یو‌این‌ایچ‌سي‌آر سره ثبت او راجستر دي او دې ادارې ورته د کډوالۍ کارتونه ورکړي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له پلان سره سره یو شمېر افغانان له پاکستان غواړي چې دوی ته تابعیت ورکړي.

عبدالبصیر غزنوي وايي، لږترلږه دوه نسله یې په پاکستان کې زېږېدلي او ټول ژوند یې هلته تېر کړی دی.

غزنوي چې کراچۍ کې زیږېدلی او هلته لوی شوی اسوشېټېډپرېس اژانس سره په خبرو کې وايي، دا یې حق جوړېږي چې پاکستان د ده په څېر افغانانو ته تابعیت ورکړي.

په پاکستان کې افغان کډوال عبدالبصیر غزنوي وايي: موږ دلته ۳۵ تر ۴۰ کاله عمر تېر کړی دی، موږ ولې تابعیت نه شو اخیستلی؟

نوموړی وايي: "دلته پیدا او را لوی شوي یوو. ماشومان مو دلته پیدا شوي، ان زموږ پلرونه هم دلته زېږېدلي، څنګه هلته لاړ شو؟ حل لار دا ده چې همدا د (پي‌اوآر) کارتونه په پاکستاني شناخت کارتونو تبدیله شي، باید هغه افغانان چې دلته پاکستان کې اوسېږي تابعیت ترلاسه کړی، ځکه په نورو هېوادونو کې له پنځو کلونو وروسته تابعیت درکوي، د بریتانیا، امریکا او ټولو اکثرو هېوادونو تابعیت همداسې اخیستلی شئ، موږ دلته ۳۵ تر ۴۰ کاله عمر تېر کړی دی، موږ ولې تابعیت نه شو اخیستلی؟ دا یوازینۍ حل لار ده چې موږ ته پاکستاني تابعیت راکړل شي."

غزنوي وايي، هلته په میلیونو روپیو کاروبار لري او نه شي کولای دا هر څه پرېږدي.

له اسوشېټېډپرېس سره په خبرو کې یوه بل افغان کډوال فریدخان هم چې د پاکستاني تابعیت غوښتونکی وو تر څنګ یې د کډوالو د ایستلو په چټکې او جبري پروسې نیوکه وکړه.

هغه وویل، باید افغانانو ته لږترلږه تر دریو کلونو وخت ورکړل شي چې خپل کاروبار ټول کړي.

اخوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پېښور عالي محکمې په یوه بې سارې پرېکړې سره د هغو شاوخوا ۶۵ عریضو په ګټه رایه ورکړې چې یا یې مېرمنې یا خاوندان افغانان دي.

دوی اکثر د ځانونو او بچیانو لپاره د پاکستاني تابعیت په لټه کې وو یا هغه پاکستانۍ مېرمنې وې چې له افغانانو سره یې ودونه کړي وو، خو اوس یې کورنۍ د کډوالو د جبري ایستلو په خاطر د بېلېدو له خطر سره مخ وې.

ډان ورځپاڼې د پېښور عالي محکمې په حواله ویلي، هغو افغانانو چې عریضې یې ورکړي او خاوندان یا مېرمنې یې پاکستانیان دي د پاکستاني شناخت کارډ مستحق دي.

د محکمې د حکم له مخې دا هم فیصله شوې چې له ۲۱ کلونو کشران چې میندې یا پلرونه یې پاکستانیان دي کولای شي هم د افغانستان او هم د پاکستان تابعیت ولري.

د پېښور عالي محکمه
د پېښور عالي محکمه

محکمې همدارنګه هغه پاکستانۍ مېرمنې هم پرېښي چې د پاکستان او افغانستان دواړو تابعیت ولري.

لا معلومه نه ده چې د پېښور د عالي محکمې له دې پرېکړې څومره افغانان په رښتیني توګه ګټه پورته کولای شي ځکه پاکستان کې چې له لسیزو راهیسې افغان کډوال اوسېږي زرګونه داسې افغانان شته چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي او لا هم بې برخلیکه دي.

د پاکستان حکومت که څه هم د راجستر شویو افغان کډوالو د ایستلو پروسه تر یوه بل کاله ځنډولې، خو ویلي یې دي چې ناقانونه کډوال به باسي.

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي بې اسناده افغان کډوال. پاکستان ټینګار کوي چې له دې هېواده بې اسناده افغان کډوال وباسي.
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي بې اسناده افغان کډوال. پاکستان ټینګار کوي چې له دې هېواده بې اسناده افغان کډوال وباسي.

د راپورونو له مخې پاکستان چې له تېر نومبر د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه پیل کړې، تر دې دمه یې لږترلږه شپږ نیم لکه افغانان ایستلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG