د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

په پاکستان کې د څه باندې دوو میلیونو افغان کډوالو د راتلونکي د ناڅرګندتیا پای ته رسولو غوښتنه وشوه


ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له لوري بایومیټریک کېږي.
ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له لوري بایومیټریک کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان باید په دغه هېواد کې د څه باندې ۲.۱ میلیونو افغان کډوالو د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا پای ته ورسوي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۱مه په خپله ویبپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان حکومت لخوا له ۱.۴ میلیونو زیات "پي‌او‌آر" کارت لرونکو افغان کډوالو د کارتونو د یو کلن تمدید پرېکړې په هرکلي سره ویلي چې دا امکانات باید ټولو ته برابر شي.

په اعلامیه کې، د سویلي اسیا لپاره د امنیسټي انټرنېشنل د سیمه‌ییزې څېړونکې تیاګي روانپتیرانا له قوله لیکل شوي: "د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غواړي چې په دغه هېواد کې دې د ټولو افغان کډوالو د اوسېدو موده تمدید کړي او په رسمي ډول (د غیر قانوني بهرنیانو د ستنولو پلان) وځنډوي."

په دوام کې د اغلې روانپتیرانا له قوله راغلي: "اوسني اقدامات لا هم د افغان تابعیت کارت (اې‌سي‌سيACC) لرونکي او بې اسناده کډوال د جبري ستنولو او دوامداره ځورونې له ګواښ سره مخ کوي."

نوموړې زیاته کړې: "د پاکستان چارواکي اړتیا نه لري چې د هغو احتمالي ګواښونو بیا یادونه ورته وشي چې افغانستان ته په زوره د دغو کډوالو د ستنولو په صورت کې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ورسره مخامخې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، وايي چې افغانستان ته د بېرته تګ په صورت کې به یې ژوند له ګواښ سره مخ شي.

د پاکستان په اسلام اباد ښار کې دوو افغان کډوالو نویدې او نجیبې ازادي راډيو ته په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

نویدې وویل: "د پولیسو ځورونه شته او کډوال ارام نه دي. د اخراج او ډیپورټ مسئله حل نه ده، یو طرفه شوې نه‌ده، هر لحظه امکان لري پولیسو سره مخامخ شو او ډیپورټ مو کړي."

نجیبې وویل: "هلته افغانستان کې زموږ لپاره ژوند کول اسانه کار نه دی، موږ همدې لپاره پاکستان ته مخه کړې او کډوال شوي یو، ځکه هلته مو ژوند په خطر کې و. نو زموږ تګ افغانستان ته ډېر خطرناکه دی شاید موږ بندیان شو او یا هم د مرګ له ګواښ سره مخ شو."

دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې په یاد هېواد کې د دوی د اوسېدو موده هم وغځوي.

خو د پاکستان د صدراعظم دفتر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوازې هغه افغان کډوال چې د "پی‌اوآر" کارتونه لري، د کارتونو د اعتبار موده به یې د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې تمدید شي.

دا کارتونه څه باندې ۱.۴ میلیونه، افغان کډوالو ته اجازه ورکوي چې له روغتیايي، تعلیمي او بانکي خدمتونو څخه برخمن شي.

خو لا هم د ۸۰ زره "اې سي سي" لرونکو او د زرګونو بې اسنادو کډوالو برخلیک روښانه نه دی.

د پاکستان مخکیني لنډمهاله حکومت تېر کال په دې هېواد کې د مېشتو څه دپاسه ۱۷ لکو هغو افغانانو د جبري ایستلو پرېکړه وکړه چې د دوی په ټکو د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د همدې پلان له مخې تر دې دمه له یاد هیواده له پنځه لکه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG