د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

بې‌کاري او محدوديتونه؛ آی‌او‌ايم: د اګست د ۱۹مې او ۲۵مې ترمنځ له افغانستان تر ۷۲زره ډېر کسان وتلي


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د زياتېدونکې بې‌کارۍ ترڅنګ د طالبانو د حکومت د محدوديتونو له امله د ورځې سلګونه کسان له افغانستانه وځي.

په‌داسې حال کې چې د افغانستان له دوه ګاونډیو هېوادونو نه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه شوې ده، خو په افغانستان کې د بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او د طالبانو د محدودیتونو له امله هره ورځ سلګونه کسان همدې هېوادونو ته په غیر قانوني لارو کډوال کېږي.

د راپورنو پر بنسټ په دوې کې داسې کسان هم شامل دي چې په وروستیو کې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي، خو د کاري فرصتونو په لټه بېرته همدې هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان "آی‌او‌ايم" پرون دوشنبه د سيتمبر په دويمه د يو راپور په خپرولو سره ويلي، د روان کال د اګسټ له ۱۸څخه تر ۲۴ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستانه ۷۲ زره ٦٢٤ کسان وتلي دي.

د "آی‌او‌ايم" په راپور کې دا هم راغلي، چې په همدې موده کې له ایران او پاکستان څخه ٦٤ زره ٩٥٠ کسان بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، په‌دې موده کې له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر د هغه شمېر په پرتله چې دغه هېواد ته ستانه شوي، په سلو کې ۱۱ سلنه ډېر دى.

"آی‌او‌ايم" زياته کړې، په‌دې اوونۍ کې افغانستان ته د راستنېدونکو ۵۹ سلنه هغه کسان دي، چې له ایران څخه ايستل شوي، خو په ورته وخت کې ۵۳سلنه هغه کسان چې له افغانستانه وتلي او ایران ته تللي دي.

يو شمېر راستانه شوي افغان کډوال
يو شمېر راستانه شوي افغان کډوال

راپور زیاتوي، په‌‌دې موده کې څه باندې ۳۸زره کسان له ایران او څه باندې ۲۶زره افغانان له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.

"ما د ټول کور وسایل وپلورل، هر څه، کمبلې دیګونه هر څه مې په دوه-دوه سوه افغانیو وپلورل، دا وسایل مې په لوړه بیه پېرلي وو خو مجبوره شوم
يو افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له‌مخې، له ایران څخه د راستنېدونکو په منځ کې ۱۸سلنه ښځې دي او ډېرى د ۱۸ تر ۵۹ کلونو عمر لرونکي کسان دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې هېواد ته راستانه شوي يو شمېر کسان وايي، هڅه کوي د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ له امله بېرته له هېواده ووځي.

احمد چې تازه له ايرانه کابل ته ستون شوى ازادي راډيو ته وويل: "مجبور شوم چې ايران ته ولاړ شم، له ډېرو ستونزو سره سره چې ايران ته ورسېدم لا مې ساه په ارامه نه وه اخيستې چې بېرته يې ډيپورټ کړم، دلته د کار نشتون له امله ځان‌‌وژنې ته اړ شوى يم د ستونزو سره بيا هم هڅه کوم ايران ته لاړ شم."

د ننګرهار یوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم یې په‌دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل له هېواده د وتلو لپاره اړ شو چې د کور ټول وسایل وپلوري.

هغه وايي: "ما د ټول کور وسایل وپلورل، هر څه، کمبلې دیګونه هر څه مې په دوه-دوه سوه افغانیو وپلورل، دا وسایل مې په لوړه بیه پېرلي وو خو مجبوره شوم، له کلي ښار ته راغلم په حکومت کې هم کار نه‌شته، دلته مې ګوزاره نه کېږي، مجبوره شوم له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډواله شم خو ونه توانېدم."

له ارشيفه د يو شمېر افغان کډوالو انځور
له ارشيفه د يو شمېر افغان کډوالو انځور

يوه مېرمن چې دې هم د موضوع د حساسيت له امله د نوم له ښودلو ډډه وکړه ازادي راډيو ته وويل، له ايران کابل ته ډيپورټ شوې وه، خو د ډېرو ستونزو له امله بېرته پاکستان ته کډواله شوې.

دا مېرمن وايي: "زه په ايران کې وم پوليسو په ډېر خراب چلند تر پولي راوستو او افغانستان ته يې ولېږلو، افغانستان کې هم نه کار وو، نه ژوند نه زده‌کړې نه تعليم ټول مال مې وپلوره مجبوره شوم چې بېرته قاچاقي پاکستان ته راشم اوس دلته هم وضيعت خراب دى."

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي زیاته شوې او پر افغانانو په ځانګړي ډول پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې له‌دې هېواده د غیر قانوني کډوالۍ څپه هم تېزه شي.

د کډوالو نړیوال سازمان د تېرې اګسټ میاشتې په دويمه په یو راپور کې ویلي وو، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

په راپور کې راغلي و، له‌دې ډلې یو میلیون یې اروپا ته پناه وړې او ۸۵سلنه یې هم ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۷مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، په تېرو درېیو کلونو کې نژدې څلور نیم ميلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG