د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

پاریس کې د افغان کډوالو خپلمنځي جګړې او اندېښنې؛ پولیسو یې شپږ کسان نیولي


په اتلسم پاریس کې د افغان کډوالو ترمنځ د نښتو یو انځور
په اتلسم پاریس کې د افغان کډوالو ترمنځ د نښتو یو انځور

په پاریس کې د خپلمنځني جګړو په خاطر شپږ افغان کډوال نیول شوي دي.

اتلسم پاریس کې د افغانانو شمېر چې اکثر یې د راپورونو له مخې د سګرټو په قاچاقي پلور او پېر کې ښکېل دي، زیات دی.

د دوی تر منځ وخت ناوخته لانجې کېږي، خو دا اوونۍ د دوو ډلو افغان کډوالو په نښتو او شخړو کې لږ تر لږه اوه کسان ټپيان شوي.

پاریزین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ټپیانو له ډلې د یوه حالت نازک دی.

په پاریس کې د افغانانو خپلمنځي لانجو هلته د یو شمېر افغانانو اندېښنې پارولي دي.

اوریاخېل وايي: کله چې د دې ځای خلک له دې حالت په تنګ راغلل طبعاً د نویو افغان کډوالو په قضیو به ډېر غور کوي او هغه کوم مرستې او زړه خوږی به چې پخوا د افغانانو په مقابل کې وو زه باورمن یمه چې دا هر څه به افغانان له لاسه ورکړي.

د افغانانو د یووالي او کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخېل ازادي راډیو ته وویل: "داسې کړنې د افغانانو په راتلونکي ډېر بد اغېزې لري، خصوصاً د فرانسویانو په نزد به افغانان ډېر بد تصویر پیدا کړي. د افغانانو په قضایو به بلکل منفي تاثیر ولري. کله چې د دې ځای خلک له دې حالت په تنګ راغلل طبعاً د نویو افغان کډوالو په قضیو به ډېر غور کوي او هغه کوم مرستې او زړه خوږی به چې پخوا د افغانانو په مقابل کې وو زه باورمن یمه چې دا هر څه به افغانان له لاسه ورکړي."

اوریاخېل له افغان کډوالو وغوښتل چې په دې لانجمنو شخړو کې له ښکېلېدو ډډه وکړي، ځکه د ده په خبره دا به نه یواځې په خپله د پېښې عاملینو بلکې ټولو افغان کډوالو ته سرخوږی جوړ کړی.

په خواله رسنیو کې د دې نښتې ویډیوګانې ښکته او پورته کېږي.

د پېښې په تړاو شپږ کسان نیول شوي او په اړه یې په اتلسم پاریس کې جنايي دوسیې پرانیستل شوي دي.

د دې پېښې په ځای کې سړک بند وو او د یکشنبې تر ماښامه هم پولیسو ګزمې کولې.

فرانسوي پولیس د پیرې پر مهال
فرانسوي پولیس د پیرې پر مهال

دې پېښې په پاریس کې د ځینو ښي اړخو ګوندونو او د هغوی د اړوندو رسنیو کلکې نيوکې پارولي دي.

له دې ډلې دې سيژو خپرونې لیکلي چې د پاریس په زړه کې د خلکو پر وړاندې افغان کډوال په تاوتریخجنو کړنو لاس پورې کړی دی.

د اروپا په پارلمان کې د فرانسې استازی او د ښي اړخي افراطي ګوند یو غړي ګیلبرت کولارد هم په پاریس کې د افغان کډوالو په دې شخړې نیوکه کړې ده.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي او کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخېل وايي، که افغان کډوال داسې شخړو او لانجو ته دوام ورکړي لرې به نه وي چې د جرمني په څېر فرانسه هم د افغانانو د ایستلو لړۍ پيل کړي.

په فرانسه کې داسې وخت یوه ډله افغانان په خپلمنځي شخړو کې سره ښکېل شوي چې اروپايي هېوادونو کې وروستۍ څو ورځې د هغو افغان کډوالو د ایستلو په اړه بحثونه تاوده شوي چې په جنايي قضیو کې لاس لري.

جرمني په لومړني ګام کې شاوخوا ۲۸ افغانان چې جرمن چارواکو مجرمین بللي د جمعې په ورځ له خپلې خاورې وایستل او افغانستان ته یې ورسول.

د کډوالۍ او پناه غوښتنې لپاره د اتریش فدرالي ادارې هم ویلي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د بدلون له کبله دغه هېواد ته د افغان کډوالو د استولو جواز شته.

اتریشي چارواکو ویلي، غواړي له جرمنانو سره په دې اړه له نږدې همکاري وکړي.

د اتریش صدراعظم کارل نیهمیر سږ کال پر هغې پرېکړې د بیا کتنې لپاره د خبرو غوښتنه کړې وه چې افغانستان او سوریې ته د کډوالو د استولو مخه نیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG