د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

لوېديځ کې د افراطيت پر خپرېدو اندېښنې؛ افغان ځوانانو ولې ورته مخه کړې؟


زیات افغانان چې په هغوی کې تنکي زلمیان او ځوانان شامل وو، له تېرو کلونو راهیسې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
زیات افغانان چې په هغوی کې تنکي زلمیان او ځوانان شامل وو، له تېرو کلونو راهیسې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

په وروستیو کې په لوېدیځ په ځانګړي ډول اروپا کې په افغان زلمیانو او ځوانانو کې د افراطیت د خپرېدو په اړه اندېښنې ښوول شوي دي.

د چړې د حملې لانجمنه پېښه

د ۲۰۲۴م کال د مې میاشتې ۳۱مه، د جرمني په منهایم ښار کې تر غرمې مخکې د یوه لاریون پر مهال یوه ۲۵ کلن افغان وګړي د چړې په ګوزارونو ګڼ کسان ټپیان کړل.

په‌دې حمله کې یوه ټپي شوي پولیس د جون پر دویمه په روغتون کې ساه ورکړه، خو د حملې دغې موضوع په جرمني کې د کډوالۍ د پالیسیو او په ځوانانو کې د افراطیت د خپرېدو په اړه بحثونه وپارول.

جرمني د اګست پر ۲۹مه خپل د مهاجرت په قوانینو او مقرراتو کې ځینې سختۍ اعلان کړې او ویې ویل چې په جرمونو کې ښکېل پناه غوښتونکي به په اسانۍ د هغوی اصلي هېوادونو ته ستنوي.

جرمني د اګست میاشتې پر ۳۰مه، د ۲۸ افغانانو یوه ډله چې په ځینو جرمونو کې ښکېل بلل شوي وو، افغانستان ته اخراج کړل.

دا په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، لومړی وار دی، چې جرمني افغان وګړي د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته اخراجوي.

په ځوانانو کې د افراطیت د خپرېدو په باب بحثونه

له کلونو راهیسې د اروپايي ټولنې په مخکښ هېواد جرمني کې، افراطیت ته د مسلمانو ځوانانو د ورټېل وهل کېدو په اړه بحثونه روان دي.

د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې اووه کاله مخکې لا ویلي وو، چې له مذهبي افراطیت سره په ځانګړې توګه د نجونو علاقه، د پام وړ زیاته شوې ده.

ارواپوه او د پوهنتون استاد شراف‌الدین عظیمي وايي، په اروپا کې د ځوانانو او زلمیانو ترمنځ د افراطیت خپرېدل یوه توده موضوع ده.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په لوېدیځ او اورپا کې په ټوله کې د کډوالو ترمنځ د افراطیت بحث ډېر پېچلی شوی دی، ډېر ځلې ارواپوهان، کارپوهان او ټولنپوهان دې ته اندېښمن دي، چې بالاخره کیسه څه ده؟ هغه څه چې زه یې تعقیبوم، زه چې په نږدې ۲۹ هېواونو کې مراجعین لرم، که غربي دي، که اروپايي یا د منځني ختیځ هېوادونه دي، زه خپله څو نتیجو ته رسېدلی یم، اول ټولنیزه بې‌عدالتي ده، یعنې هلته کډوال داسې احساس کوي، چې دوی سره تبعیض کېږي او حقونو ته یې پام نه‌کېږي، هغه سلګونه او زرګونه مراجعین چې لرم او په ساعتونو مې خبرې ورسره کړي، دا یې ما ته ویلي دي. دویم د هویت بحران یا کړکېچ دی، کله چې ځوانان په ځانګړي ډول کډوال له دې ستونزې سره مخ کېږي، دغه د هویت بحران هم دوی تاوتریخوالي ته هڅوي."

جرمني د اګست میاشتې پر ۳۰مه یوه ډله افغانان په داسې حال کې افغانستان ته اخراج کړل، چې تر دې پېښې یوه اوونۍ مخکې د اګست پر ۲۳مه په زولینګن ښار کې د یوه فیسټیوال پر مهال د چړې په ګوزارونو درې کسان ووژل شول او اته نور یې ټپیان شول.
جرمني د اګست میاشتې پر ۳۰مه یوه ډله افغانان په داسې حال کې افغانستان ته اخراج کړل، چې تر دې پېښې یوه اوونۍ مخکې د اګست پر ۲۳مه په زولینګن ښار کې د یوه فیسټیوال پر مهال د چړې په ګوزارونو درې کسان ووژل شول او اته نور یې ټپیان شول.

په لوېدیځو هېوادونو کې په تنکيو زلمیانو او ځوانانو کې د افراطي نظریاتو خپرېدو ډېر بحثونه پارولي، په ځانګړي ډول چې په وروستیو کې د افغانستان او سوریې په ګډون له بېلابېلو هېوادونو سلګونو زره کسانو د مهاجرت لپاره لوېدیځو هېوادونو ته مخه کړه.

دغه بحثونه د افغان زلمیانو او ځوانانو په باب هم دي، چې په تېرو درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته لا تاوده شوي دي.

زیات افغانان چې په هغوی کې تنکي زلمیان او ځوانان شامل وو، له تېرو کلونو راهیسې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

افراطي ډلې، فعاله پالیسي

د چارو شنونکی سمیع‌ ستانکزی وايي، په لوېدیځو هېوادونو کې د دغو زلمیانو او ځوانانو لپاره د جلب ځانګړي پروګرامونه طرحه شوي دي.

نوموړی وايي: "لومړی دا چې افراطي ډل منظم پروګرامونه لري او ټولې افراطي یا ترهګرې ډلې ځوانانو او تنکیو زلمیانو ته د اسانه هدف په سترګه ګوري، په‌دې برخه کې د ځوانانو سني تقاضا، انقلابي فکرونه او احساسات هغه کمزورۍ دي چې افراطي ډلې ورباندې پوهېږي او په اسانۍ یې ذهنونه اړولی شي. که چېرې د طالبانو د انتحاریانو لېست ته وګورو، هلته په ښکاري وینو چې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه ځوانانو چې انتحاري یې کړې، ځوانان یا هم تنکي زلمیان دي. په اروپا او لوېدیځ کې پر دې نور عوامل هم وراضافه کېږي، چې یوه موضوع د اروپا او لوېدیځ د مهاجرت پالیسي ده، چې ځوانانو او تنکیو زلمیانو ته لومړیتوب ورکوي. دا پالیسي تر افغانانو رسېدلې او کورنۍ چې کله تصمیم ونیسي چې څوک ونیسي، معمولاً د ۱۴ او ۲۰ کلونو ترمنځ ځوانان ټاکي، چې ژر قبول شي او له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي."

ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو سره په ځوانانو او تنکیو زلمیانو کې افراطیت ته تمایل زیات شوی دی.

په لوېدیځ کې مېشت افغان زلمیان او ځوانان هم له دغو افراطي تمایلاتو اغېزمن شوي او په ځینو مواردو کې یې په تاوتریخوالي لاس پولې کړی دی.

د جرمني په منهایم ښار کې د پولیسو یو افسر په هغه ځای کې څېړنې کوي چې د دوی یو بل همکار د چړو په ګوزارونو ټپي شوی و چې بيا يې وروسته ساه ورکړه. دغه پېښه د مې په ۳۱مه شوې ده.
د جرمني په منهایم ښار کې د پولیسو یو افسر په هغه ځای کې څېړنې کوي چې د دوی یو بل همکار د چړو په ګوزارونو ټپي شوی و چې بيا يې وروسته ساه ورکړه. دغه پېښه د مې په ۳۱مه شوې ده.

د چین ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې تېرکال په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې "مذهبي افراطیت او ترهګري" یو ځل بیا د پراخېدو په حال کې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د اګست میاشتې په لومړیو کې وویل په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۸ ميلیونه افغانان له افغانستانه نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

"په‌دې باوري نه یم ټول هغه ځوانان چې په اروپا کې تاوتریخوالي ته لاس غځوي، ټول دې له افراطیت اغېزمن شوي وي
رحمت‌الله اندړ

ځینې شنونکي وايي، د دغو کډوالو لوی شمېر یې ځوانان او زلمیان دي، چې له افراطي نظریاتو اغېزمن شوي او لوېدیځو هېوادونو ته له رسېدو وروسته هم په ټولنیزو شبکو کې، له روانو بحثونو سره ځانونه نږدې ساتي.

رحمت‌الله اندړ چې په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا ویاند و، په‌دې باور دی، چې په لوېدیځ کې د افغان زلمیانو او ځوانانو د افراطیت عوامل زیات دي.

هغه وايي: "په‌دې باوري نه یم ټول هغه ځوانان چې په اروپا کې تاوتریخوالي ته لاس غځوي، ټول دې له افراطیت اغېزمن شوي وي، دوی په دې سوچ اروپا ته راغلي چې هلته له رسېدو سره سم به یې خوشبختي پیل شي، کله چې دوی اروپا ته ورسېږي هلته له نورو قیوداتو سره مخامخ شي، دغو بندیزونو او قیوداتو پر دوی رواني تاثیر کړی، تر ډېره دغه کسان د رواني فشارونو له کبله تهدید، ګواښ او تاوتریخوالي ته لاس اچوي، سمه ده، یوه ډله به افراطي نظریات لري، ډېر یې د ټولنیزو شبکو له کبله چې دلته زیاته کارول کېږي، د هغو له طریقه متاثره وي."

په امریکا او اروپا کې تېر کال تاوتریخوالي ته د افغان ځوانانو د هڅونې بحثونه هغه وخت تاوده شول، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي له افغانستانه بهر له خپلو خواخوږو او پلویانو وغوښتل هغه افغانان "په چاقوګانو ووژني" چې د ده په وینا د طالبانو خلاف "تبلیغات" کوي.

قاري خوستي دا خبره د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلې وه خو وروسته یې بیا دا متن لیرې کړ.

قاري سعید خوستي په مشخص ډول د کوم کس نوم نه و اخیستی خو ویلي یې وو، چې دوی د ده په ټکو "په اروپا او امریکا کې غازیان" لري چې دا کار کولای شي.

د چارو شنونکی سمیع ستانکزی وايي، پر افغانستان حاکم شرایط او په ټولنیزو شبکو کې په‌دې اړه د طالبانو د حکومت تبلیغات د دې سبب کېږي چې په لوېدیځو هېوادونو کې ځینې زلمیان او ځوانان د افراطیت خوا ته مخه کړي.

نوموړی وايي: "له بده‌مرغه پر افغانستان حاکم شرایط او د کډوالۍ پالیسۍ ډېرو کورنیو ته د انتخاب فرصت نه ورکوي، دا محرومیت په لومړي ګام کې دوی په اسانۍ په نښه کوي، کله چې دغه ځوانان سفر پیل کړي او په قاچاقي لارو سفر کوي او بې‌شمېره کړاوونه او شکنجې ویني، کله چې لوېدیځ ته رسېږي هلته هم د کډوالۍ ستړې کوونکې پروسې دي، د کورنیو توقعات او له لوېدیځ سره د دوی نه بلدتیا، چې له افغانستان سره سلګونه کلونه فرهنګي فاصله لري، ډېر وخت ته اړتیا وي چې افغان ځوانان وکړای شي په دغو ټولنو کې خپله لاره ګودره پیدا کړي، دا کار د دوی د لا زیاتې مایوسۍ سبب کېږي."

افغان وګړي په جرمني کې د یورو ۲۰۲۴م کال د فوټبال ټورنمنټ د پیل لوبې پر مهال لومړی خپل افغان وژلی او وروسته یې نور کسان ټپیان کړي چې دی هم د پولیسو په ډزو سره وژل شوی.
افغان وګړي په جرمني کې د یورو ۲۰۲۴م کال د فوټبال ټورنمنټ د پیل لوبې پر مهال لومړی خپل افغان وژلی او وروسته یې نور کسان ټپیان کړي چې دی هم د پولیسو په ډزو سره وژل شوی.

ښاغلی ستانکزی په دغسې شرایطو کې د ټولنیزو شبکو له لارې د دغو زلمیانو او ځوانانو وصلېدل بل عامل ګڼي.

هغه وايي: "په دغسې شرایطو کې چې کله دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې له افغانستان سره وصل دي، دوی هلته یوه ډله ویني چې له تحصیل، تعلیم او هر ډول معیار پرته راغلي د توپک په زور واکمني کوي، نړۍ ته د ماتې ورکولو دعوه لري، هر راز امکانات هم ورته برابر دي او تر ټولو مهم د یوه دولت په کچه د تبلغیاتو سل سلنه انحصاري دستګاه یې هم په لاس کې ده او هره ورځ محتوا جوړوي، دوی هم دا مواد د همدغسې ځوانانو لپاره جوړوي، دغه ځوانان چې د شرایطو له کبله له مخکې چمتو دي، تر شعاع لاندې راځي او له بده‌‌مرغه په ځان خبرۍ یا ناخبرۍ ښکار کېږي."

"په اسلام کې خو افراط او تفریط نه‌شته، ځینې ځوانان که د اسلام له دین نه په ناپوهۍ یا د ځینو افراطي ملایانو په تاثیر سره په اروپايي هېوادونو کې افراطیت ته مخه کوي
قاري عيسي محمدي

قاري عیسی محمدي چې اسلامي زده‌کړې لري وايي په اسلام کې افراطیت نه‌شته، ځینې ځوانان په ناخبرۍ د دې پدیدې ښکار شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "په اسلام کې خو افراط او تفریط نه‌شته، ځینې ځوانان که د اسلام له دین نه په ناپوهۍ یا د ځینو افراطي ملایانو په تاثیر سره په اروپايي هېوادونو کې افراطیت ته مخه کوي، دوی ته ډېر زیانونه اوړي، حتی چې دوی ته ژور خپګان او رواني ستونزې ورته پیدا کېږي، چې موږ په خپلو سترګو لیدلي او تجربه مو ده."

د جرمني سخته پالیسي

جرمني د اګست میاشتې پر ۳۰مه یوه ډله افغانان په داسې حال کې افغانستان ته اخراج کړل، چې تر دې پېښې یوه اوونۍ مخکې د اګست پر ۲۳مه په زولینګن ښار کې د یوه فیسټیوال پر مهال د چړې په ګوزارونو درې کسان ووژل شول او اته نور یې ټپیان شول.

مشکوک حمله کوونکی د سوریې وګړی ښودل شوی، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، خو منل شوې نه وه.

له‌دې او دې ته ورته نورو پېښو وروسته د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ یو وار بیا ټینګار وکړ چې په‌دې هېواد کې مېشت ډېر کډوال به بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي.

ګلالۍ ماموندزۍ چې په جرمني کې د کډوالو په حقوقي چارو کې متخصصه ده، وايي هغه کسان چې په ځینو جدي جنايي قضیو کې ښکېل وي، خپلو هېوادونو ته د اخراج له خطر سره مخامخ دي.

نوموړې وايي: "دا هغه جنايي دوسیې دي، چې سختې جنايي دوسیې ګڼل کېږي، چې انساني قاچاق په څېر قضیې په کې شاملې دي او سختې جنايي ستونزې ګڼل کېږي، هغه کسان چې په جرمني کې منل شوي نه وي، بېرته د هغوی اصلي هېوادونو ته لېږل کېږي."

هغه زلمیان او ځوانان چې د خپلو افراطي نظریاتو له کبله د پولیسو له لوري څارل کېږي، هم د اخراج له خطر سره مخامخ دي.

څرګنده نه ده، افغانستان ته د جرمني له‌خوا په ایستل شویو افغانانو کې هغه کس هم شامل دی که څنګه، چې د مې میاشتې پر ۳۱مه یې په حملې سره یو پولیس وواژه او ګڼ نور کسان ټپیان کړل.

احتمال شته چې د لوېدیځ ځینې نور هېوادونه هم افغانستان ته د هغو کسانو د اخراج لړۍ پیل کړي، چې په ورته مسایلو کې ښکېل ګڼل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG