د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

اندونيزيا کې د افغان کډوالو اعتراضونه په تاوتريخوالي اوښتي؛ ميثم علي: پوليسو ووهلم


اندونيزيا کې افغان کډوال
اندونيزيا کې افغان کډوال

د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته د افغان کډوالو اعتراضونه په تاوتريخوالي اوښتي.

په اندونیزیا کې یو افغان کډوال میثم علي ادعا کوي، چې د چهارشنبې په ورځ د وږي يا سنبلې مياشتې په ٧مه د جاکارتا په ښار کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته د دې ښار د پولیسو له‌خوا وهل شوی دی.

هغه چې له اووه کلونو راهیسې په اندونیزیا کې اوسیږي ازادي راډیو ته یې وویل، د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري او د خپل برخلیک د روښانه کولو لپاره یې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ پر وړاندې اعتراض کړى و.

نوموړی وايي: "کله چې د سازمان له‌خوا موږ ته زنګ را نه‌غى چې موږ څه ستونزه لرو، موږ هم د سازمان د دفتر دروازې وتړلې چې ښاري پولیس راغلل، یو یې زما اورمېږ نیولى و او بل یې لاسونه راتړلي وو، دوه یا درې نورو یې زه وهلم، اوس هم زما پوښتۍ درد کوي."

ځینو اعتراض کونکو ازادي راډیو ته داسې ویډیوګانو استولي چې په‌کې ليدل کېږي، د جاکارتا پولیس د افغان کډوالو په اعتراض او پرلت برید کوي او ان يو شمېر اعتراض کوونکي وهي او ډبوي.

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو اعتراضونه مخکې هم په تاوتریخوالي اوښتي وو او کډوالو ادعاوې کړې وې چې د اندونیزیايي پولیسو له‌خوا وهل شوي دي.
په اندونیزیا کې د افغان کډوالو اعتراضونه مخکې هم په تاوتریخوالي اوښتي وو او کډوالو ادعاوې کړې وې چې د اندونیزیايي پولیسو له‌خوا وهل شوي دي.

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د حقونو یوه فعال عزت احمدي ازادي راډیو ته وویل، دغو کډوالو له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته د خپل برخلیک د ټاکلو په تمه پرلت وهلى دی.

"دا هغه کسان دي چې د خپل برخليک او راتلونکې د روښانه کولو لپاره یې پرلت وهلی دی،
يو کډوال

هغه زياته کړه: "دا هغه کسان دي چې د خپل برخليک او راتلونکې د روښانه کولو لپاره یې پرلت وهلی دی، دا پېښه پرون سهار په جاکارتا کې د يو‌‌اين‌اچ‌سي‌ار دفتر مخې ته رامنځته شوه چې دوه درې کسان سخت ووهل شوي چې يو بل کس په سر او مخ برخه کې سخت ټپي شوی و."

په اندونیزیا کې مو د افغانستان سفارت له چارواکو سره د افغان کډوالو د وهلو ټکولو قضیه شریکه کړه، خو د دغه سفارت ویاند احمد طارق ثاني د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو اعتراضونه مخکې هم په تاوتریخوالي اوښتي وو او کډوالو ادعاوې کړې وې چې د اندونیزیايي پولیسو له‌خوا وهل شوي دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې یوه ۳۵ کلن افغان کډوال محمد یاسین نظري وروسته له هغه ځان‌وژنه وکړه، چې په خبره يې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ يو‌اين‌اچ‌سي‌ار یې ستونزو ته پاملرنه نه وه کړې.

افغان کډوال چې له یوې لسیزې راهیسې په اندونیزیا کې، د بیا مېشتېدنې او د خپل برخلیک د روښانه کېدو په تمه دي، یو شمېر هغو یې ازادي راډیو ته یې وویل، چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي چې د مالي ستونزو په ګډون روغتیايي ستونزې، د پناه غوښتنې په بهیر کې ځنډ، د بیا مېشتېدنې د بهير پڅ‌والى ښونځيو ته نه لاس‌رسى او دوی ته په‌دې هېواد کې د کار کولو اجازه نه ورکول په‌کې شامل دي.

د يادونې ده، چې اندونیزیا د ملګروملتونو د کډوالو د کنوانسیون غړی نه‌دی او حکومت یې کډوالو ته د کار کولو، ښوونځیو او روغتونونو ته د لاس‌رسي اجازه نه ورکوي.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت له‌خوا د خپرو شويو شمېرو له‌مخې چې یوه میاشت وړاندې یې خپرې کړي، دغه هېواد کې د هغو افغان کډوالو په ګډون چې په‌دې وروستیو کې ورغلي، شاوخوا ۵۵۰۰ افغان کډوال ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG