د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

خيبرپښتونخوا کې د بيزو تڼاکې ناروغۍ خپرېدل؛ يو شمېر افغانان يې اندېښمن کړي


د بيزو تڼاکې ناروغۍ باندې د اخته کس يو انځور
د بيزو تڼاکې ناروغۍ باندې د اخته کس يو انځور

وروسته له هغه چې په خیبرپښتونخوا کې د بیزو تڼاکو ویروس له درې تازه ثبت شویو پېښو د یو کس د مړینې خبر ورکړل شو، په افغانستان یو شمېر کورنۍ اندېښمنې دي چې د خپلو خپلوانو له لارې یې ویروس ور انتقال نه‌شي.

له شمالي، جنوبي افریقا، سویډن او بالاخره د افغانستان په ګاونډ د پاکستان خیبر پښتونخوا کې د بیزو تڼاکو یا امپاکس ویروس دریو مثبتو پېښو له ثبتېدو وروسته، یو شمېر افغانان په کور دننه د دغه ویروس د احتمالي خپرېدو په اړه اندېښمن دي.

افغانستان کې هره ناروغي ډېره په چټکۍ پرمختګ کوي ځکه موږ دلته د نورې نړۍ په شان پرمختللی روغتیایي سیستم او اسانتیاوې نه‌لرو."
عرفان‌الله همت

د خوست ولایت اوسېدونکی عرفان‌الله همت وایي، ماماګان یې په متحده عربي اماراتو کې کاروبار کوي او په دومداره توګه افغانستان ته تګ راتګ کوي، چې دوی یې کورنۍ او خپلوانو ته له‌‌دې لارې د بیزو تڼاکو د خپرېدو د احتمال په اړه اندېښمن کړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "ماماګان او د مور مې نور خپلوان شارجې ته ځي راځي، که چېرې دا ویروس پر هغوی ولګېږي او هغوی افغانستان ته راځي، دلته یې کورنۍ دي، خویندې وروڼه او خپلوان، نو دا ویروس به حتما ترې سرایت کوي او نور ته به انتقالېږي، بل افغانستان کې هره ناروغي ډېره په چټکۍ پرمختګ کوي ځکه موږ دلته د نورې نړۍ په شان پرمختللی روغتیایي سیستم او اسانتیاوې نه‌لرو."

د کابل ښار اوسېدونکی اسلام‌الدین څرګند هم ورته اندېښنه مطرح کوي او وایي چې، د کورنۍ غړي او خپلوان یې پاکستان ته په دومداره توګه تګ راتګ کوي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "یقیني خبره ده چې دا ویروس به افغانستان ته په ډېره چټکۍ سرایت وکړي، ځکه زموږ په ګډون ډېری افغانان پاکستان او عربي هېوادونو ته تګ راتګ کوي، عامې روغتیا وزارت باید په‌دې برخه کې جدي تدابیر ونیسي."

د بيزو تڼاکې ناروغۍ باندې اخته يو ماشوم.
د بيزو تڼاکې ناروغۍ باندې اخته يو ماشوم.

خو هغه افغانان چې د افغانستان او پاکستان پر پولو هم اوسيږي له‌دې اندېښنو ارام نه‌دي او وایي چې، د دې ویروس ډېری ګواښ دوی ته متوجه دی.

د پاکستان چمن کې افغان کډوال ذوالقرنین ازادي راډیو ته وویل، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر دا ګواښ لا زیاتولی شي چې د پاکستان حکومت یې باید مخه ونیسي.

هغه وايي: "که دوی غواړي چې د دې وبا او ویروسونو د لا خپرېدو مخنیوی وکړي، خو باید پر وخت یې وکړي، که چېرې ډېر انسانان په‌دې ویروس اخته شي او بیا دوی علاج وکړي فکر کوم چې هغه مهال به بیا ګټور نه وي."

د یادونې ده چې په له پاکستانه، افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستونې بهیر د تېر په څېر په چټکۍ روان دی.

دا اندېښنې وروسته له هغه څرګندېږي چې د پاکستان روغتیا وزارت تازه په خیبر پښتونخوا د بیزو تڼاکو یا امپاکس ویروس د درې مثبتو پېښو او له‌دې امله د یو کس د مړینې خبر ورکړی دی.

دا ویروس معمولا د زکام یا ریزش او جلدي تڼاکو په توګه څرګندېږي، اکثرا په هغو کسانو کې چې په شکر ناروغۍ اخته وي یا په ایډز یا ايچ ای وي
ډاکټر هدايت‌الله حبيبي

د خیبرپښتونخوا د روغتیایي چارو مسوول ارشاد روغاني پرون جمعه رسنیو ته ویلي چې، دا کس څلور دېرش کلن و او د خلیج له یوه هېواده پاکستان ته ستون شوی و.

د پاکستان د روغتیا وزارت په خبره، په‌دې ویروس ټول اخته کسان له بېلابېلو عربي هېوادونو ورستانه شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې سویډن د روغتیا چارواکو بیا د پنج‌شنبې په ورځ د بیزو ټناکو د لومړۍ پېښې خبر ورکړ.

د سټاکهلم د روغتیا چارواکي ویلي وو، دا ناروغ د افریقا د سفر پر مهال په‌دې ناروغۍ اخته شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې په ځانګړي ډول زیان‌ګالو هېوادونو کې له خلکو او روغتیا پالانو غوښتي چې د دې ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره له وړاندې واکسینونه تطبیق کړي، هغه څه چې افغان ډاکټران هم پرې ټینګار کوي.

د انتاني ناروغیو متخصص او کابل طبي پوهنتون د داخلې ډیپارتمنټ استاد ډاکتر هدایت‌الله حبیبي ازادي راډیو ته د دې ویروس د ګواښونو او نښو نښانو په اړه وویل: "دا ویروس معمولا د زکام یا ریزش او جلدي تڼاکو په توګه څرګندېږي، اکثرا په هغو کسانو کې چې په شکر ناروغۍ اخته وي یا په ایډز یا ايچ ای وي، یا هغو کسانو چې داسې درمل کاروي چې د معافیت د کمزورۍ سبب کېږي، په دوی کې دا ناروغۍ وژونکې کېدای شي، د دې ویروس د انتقال لارې د تنفسي قطرو په وسیله، له یو انسان نه بل انسان ته د جلدي یا جنسي تماس له لارې انتقال شي، دا ویروس د حیوان یا ژویو سره د تماس له لارې انتقالېدی شي."

د بيزو تڼاکې ويروس بڼه
د بيزو تڼاکې ويروس بڼه

ښاغلي حبیبي د بیزو تڼاکو ويروس د انتقال بڼه کرونا ویروس ته ورته بولي او وایي چې باید د مخنیوي لپاره یې له ماسک او واکسیونونو کار واخیستل شي.

ډاکتر حبیبي وایي، دا ویروس له ۴ تر ۲۱ ورځو په اسانه ته تشخصیږي خو په وینه کې له قوي کېدو او ودې وروسته راڅرګندېږي او ان د مړینې لامل ګرځي.

خو د دغو اندېښنو او د بیزو تڼاکو د احتمالي خپرېدو د ګواښ د تدابیرو په اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دغه وزارت تر اوسه په افغانستان کې د بیزو تڼاکو د مثبتو پېښو هيڅ ډول راپور نه‌دی ورکړی.

دا ویروس په لومړي ځل په ۲۰۲۲ کال په افریقایي هېوادونو کې خپور شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG