د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

په کندهار کې د شري ناروغي زیاته شوې


ارشیف: د کندهار په ولایتي روغتون کې په شري ناروغۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: د کندهار په ولایتي روغتون کې په شري ناروغۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولان په ماشومانو کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي په اړه خبر ورکوي.

د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو په واټ کې د بستر شویو ناروغه ماشومانو ډېره برخه د شري په ناروغۍ اخته دي.

شری یو ساري ویروسي ناروغي ده چې پر اخته کس باندې سرې کوچنۍ دانې راخیژي او ورسره یې شدیده تبه هم وي.

عثماني، چې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ څخه خپل ماشوم میرویس روغتون ته راوړی، وايي چې له تېرو شلو ورځو راهیسې مریض دی او د شري نښې یې څرګندې شوې.

هغه زیاتوي: "شل ورځې کېږي چې مریض دی یو ځل مې مخکې هم دلته څلور ورځې بستر کړی و، یوه هفته جوړ و اوس اووه ورځې کېږي چې بیا مریض دی، ډاکتران وایې شری دی."

د ناروغانو شمېر او د درملنې څرنګوالی

بل‌خوا د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو د څانګې مشر عنایت‌الله حکیمي وایي ، یوازې په تېره یوه میاشت کې یې په شري ناروغۍ اخته شدید ۱۴۵ ماشومان بستر کړي او ۳۰۰ ماشومان یې د سراپا په شکل تداوي کړي دي.

په کندهار کې په شري ناروغۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی. شری یو ساري ویروسي ناروغي ده چې پر اخته کس باندې سرې کوچنۍ دانې راخیژي او ورسره یې شدیده تبه هم وي.
په کندهار کې په شري ناروغۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی. شری یو ساري ویروسي ناروغي ده چې پر اخته کس باندې سرې کوچنۍ دانې راخیژي او ورسره یې شدیده تبه هم وي.

هغه زیاتوي چې د دغو ماشومانو ډېره برخه له ولسوالیو او لرو پرتو سیمو راوړل شوي دي.

ډاکتر حکیمي وايي، هر کال د هوا په بدلېدو سره په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیاتېږي چې اصلي لامل یې د کورنیو له‌خوا ماشومانو ته د واکسین نه ورکول دي.

نوموړی وايي: "ميرویس روغتون کې مو تېره میاشت د شري ۱۴۵ بستر ناروغ ماشومان درلود او همدارنګه مو شاوخوا ۳۰۰ د سراپا په شکل تداوي کړي چې ډېره برخه یې د ولسوالیو څخه مراجعه کړې."

د کورنیو ستونزې

یو شمېر نورې مېرمنې چې ماشومان یې په شري اخته شوي وايي، په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي او هلته روغتیایي خدمتونو او د ماشومانو لپاره د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل کېږي چې ماشومان یې د شري په ګډون په بېلابېلو ناروغیو اخته شي.

د کندهار د پنجوايي اوسېدونکې بي‌بي ګله واي: موږ په خپله سیمه کې د واکسیناسیون هیڅ اسانتیا نه‌لرو.

بي بي ګله، چې د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ څخه د خپل ناروغ ماشوم سره میرویس روغتون ته راغلې، وايي: "موږ په خپله سیمه کې د واکسیناسیون هیڅ اسانتیا نه‌لرو او ډېر خلک لا هم د واکسین په اړه ناسم معلومات لري."

د نور ځلا په نوم یوه بله مېرمن چې د کندهار د دامان ولسوالۍ څخه میرویس ته راغلې، وایي چې یوځل یې خپله لور په کندهار ښار کې په یوه خصوصي روغتون کې بستر کړې وه خو د څو ورځو تېرېدو وروسته یې لا هم تبه درلودل چې اوس یې ميرويس روغتون کې بستر کړې.

د روغتیایي چارو متخصصین په‌دې باور دي چې د شري ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره باید د واکسیناسیون کمپاینونه پراخ شي او په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې باید خلکو ته د واکسین د اهمیت په اړه معلومات ورکړل شي.

د شري ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی

د میرویس حوزوي روغتون ډاکتران او مسوولان هم د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کورنیو د پوهاوي او د واکسینونو د کمپاینونو پراختیا جدي اړتیا ګڼي.

د طالبانو له حکومت او نورو روغتیایي ادارو څخه غواړي چې په‌دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي ترڅو د ماشومانو روغتیا خوندي وساتل شي.
ډاکتران دغه شان له کورنیو هم غواړي، چې خپل ماشومان په وخت واکسین کړي.

د یادونې ده چې په‌دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د شري ناروغي پراخه شوې ده.

ارشیف: په پکتیا روغتون کې په شري ناروغۍ اخته ماشوم
ارشیف: په پکتیا روغتون کې په شري ناروغۍ اخته ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبليوایچ‌او" ویلي چې د روان ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې تر اوسه په دغه هېواد کې د شري ۳۶ زره ٦١٨ شکمنې پېښې ثبت شوې چې ۱۶۰ کسان یې مړه کړي دي.

ياد سازمان په یوه راپور کې چې د جولای په ۱۱مه یې خپور کړی، ویلي چې د دې ناروغۍ تر ټولو ډېرې مشکوکې پېښې په خوست او بیا ورپسې په بلخ، سمنګان او جوزجان ولايتونه کې ثبت شوې دي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG