د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د لړۍ درولو غوښتنه شوې


ارشیف: له ایرانه د ایستل شویو افغان کډوالو یوه ډله
ارشیف: له ایرانه د ایستل شویو افغان کډوالو یوه ډله

په ایران کې د جلاوطنه افغان خبریالانو فدراسیون له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر درولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران کې د افغان کډوالو د ځورونو او په دې اړه د اندېښنو په دوام، په ایران کې د جلاوطنه افغان خبریالانو فدراسیون د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر درولو غوښتنه وکړه.

دغه فدراسیون پرون یکشنبه د اګست ۲۵مه په یوه اعتراضي غونډه کې ویلي، په ایران کې له ولسمشریزو ټاکنو او د دوی په خبره، په دې هېواد کې د کډوالو د ځپنې له زیاتېدو وروسته د رسنیو د راپورونو له مخې، په منځنۍ ډول د ورځې له پنځو زرو تر اتو زرو کډوال ایستل کېږي.

په ایران کې مېشت یو افغان خبریال او معترض محمد رجاع په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له ملاتړ کوونکو او کډوال مننونکو هېوادنو دا هم وغوښتل چې د کډوالو د پناه غوښتنې بهیر دې ژر تر ژره وڅېړي، د دې لپاره چې که له ګواښ سره مخ کسان له ایرانه وایستل شي، په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی، ښايي ونیول، زنداني او شکنجه شي، دا په جلاوطنۍ کې د خبریالانو د فدراسیون او زموږ د ټولو غړو اندېښنه وه چې مطرح مو کړه، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ انساني غوښتنو ته رسېدنه وشي."

په ایران کې یو افغان خبریال وايي: د ایران دولت باید د افغان کډوالو وضعیت درک کړي او د نورو هېوادونو په شان دې ورته د لنډ مهالې پناه ورکوونې او اقامې زمینه برابره کړي، خو بر عکس، نن کډوال او خبریالان بېرته افغانستان ته استول کېږي.

په ایران کې یو بل اعتراض کوونکي او افغان خبریال چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو درېیو کلونو کې افغان کډوال، په ځانګړي ډول خبریالان، د طالبانو له وېرې اړ شول چې ایران ته پناه راوړي، دلته یې د ژوند وضعیت ښه نه دی. د ایران دولت باید د افغان کډوالو وضعیت درک کړي او د نورو هېوادونو په شان دې ورته د لنډ مهالې پناه ورکوونې او اقامې زمینه برابره کړي، خو بر عکس، نن کډوال او خبریالان بېرته افغانستان ته استول کېږي."

په ایران کې د جلاوطنه افغان خبریالانو فدراسیون همدارنګه د ایران د پوله ساتو ځواکونو د خبرپاڼې په حواله ویلي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې شاوخوا ۵۶زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

دا فدراسیون زیاتوي، د ایران حکومت د بې اسنادو افغان کډوالو په ګډون د ایراني چارواکو د څرګندونو برخلاف، اسناد لرونکي افغان کډوال هم له خپلې خاورې ایستلي دي.

په ایران کې یو شمېر مېشت افغانان او ایستل شوي کډوال هم ورته ادعا مطرح کوي.

یو افغان کډوال، سعید احمد ادعا کوي چې د کډوالۍ د قانوني اسنادو د لرلو سربېره، د ایراني پولیسو له‌خوا له نیول کېدو وروسته شړل شوی دی.

هغه وویل: "قضیه داسې وه چې د کرج ښار په البرز سیمه کې په ډېره وحشتناکه او خطرناکه توګه کډوال نیسي، له بده مرغه د ایران پولیس هغه کسان چې زما په شان پاسپورټ هم لري، اردوګاه (کمپ) ته یې بیایي، ورسره بد چلند کوي، پاسپورټ او ویزه اصلاً دوی ته هېڅ اعتبار نه لري."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او نړیوالو هېوادونو، په ځانګړې توګه ګاونډویو هېوادونو د افغانانو د کډوالېدو له زیاتېدو وروسته، له دغو هېوادونو یې د بېرته او جبري ستنولو څپه هم شدیده شوې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا هم د یکشنبې په ورځ د اګست په ۲۵مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۲۶زره افغان کډوال له ایرانه او لسګونه زره نور بیا له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دغې ادارې زیاته کړې چې له نږدې ۴۱۶زره ستانه شویو کډوالو یې ملاتړ کړی، خو په ټکو یې دوی په دې برخه کې نورې بودیجې ته هم اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG