د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د طالبانو ادعا: افغانستان ته ۳.۷ کډوال بېرته راستانه شوي؛ کډوال: د ژوند ښه‌والي ته مو هېڅ پام نه دی شوی


ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېیو کلونو کې نږدې څلور میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په داسې حال کې چې اوس هم یو شمېر افغانان د امنیتي ګواښونو، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ دي، د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېیو کلونو کې ۳.۷ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت د سه شنبې په ورځ د اګست میاشتې په شپږمه پر خپلې ایکسپاڼې ادعا کړې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر دا شان چټک شوی دی.

دغه وزارت د کډوالو د نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" هغه وروستی راپور هم رد کړ چې ویلي یې وو، له ۲۰۲۰م کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له افغانستانه وتلي دي.

یاد سازمان زیاته کړې وه چې له دغو افغانانو څخه یو میلیون یې له اروپايي هېوادونو د پناه غوښتنه کړې او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه. پر دغه لاره هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي.
ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه. پر دغه لاره هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي.

په همدې حال کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې سرپرست عصمت الله حکیمي د چهارشنبې په ورځ د اګست په اومه "د امارتي اداراتو د یو کلنو لاسته راوړونو د تشریح" په نوم خبري غونډې ته وویل چې په ١٤٠٢ کال کې شاوخوا ۹۳،۵۰۰ کسه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د نوموړي په خبره، په ١٤٠٢ کال کې له ١٦ زره ډېرې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي چې دې شمېر ته په کتو د ١٤٠٢ کال د راستنېدونکو شمېر د ١٤٠١ کال په پرتله شپږ برابره لوړ شوی دی.

خو هغه کسان چې له بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، له خپلو ستونزو شکایت کوي او ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت او مرستندویه ادارو له‌خوا د دوى د ژوند شرایطو د ښه والي برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

په فاریاب ولایت کې د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست، حفیظ الله چې شپږ میاشتې وړاندې له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی، وايي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.

هغه وویل: "که یوه ورځ کار وکړې لس ورځې نور وزګاره یې، کار نه پیدا کېږي، تر دې دمه دوه لکه افغانۍ له دوکانداره پوروړی یم، اوس دوی هم راته پور نه راکوي، مرستې هم نه‌شته، نه اوړه لرو نه غوړي."

حمیدالله بایاني چې اته میاشتې وړاندې له پاکستانه راستون شوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

بایاني وايي: له کله نه چې له پاکستانه راستون شوی یم، وزګاره یم، دا چې عاید مې نه درلود ومې نه‌شو کولای ان خپل ماشومان ښوونځي ته واستوم.

هغه وايي: "له کله نه چې له پاکستانه راستون شوی یم، وزګاره یم، دا چې عاید مې نه درلود ومې نه‌شو کولای ان خپل ماشومان ښوونځي ته واستوم، یو شمېر ملګري چې په بهر کې اوسېږي په میاشت کې تر اووه زره افغانۍ مرسته کوي او په هغې اوړه، غوړي او د خوړو توکي اخلو له دې پرته بل عاید نه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روان کال د زمري میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د کار ملي کنفرانس کې ادعا وکړه چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د حکومت د فعالیتونو له امله ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې.

خو ډېری کسان دا ادعاوې ردوي او راستانه شوي کډوال وايي چې غواړي په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله یو ځل بیا له هېواده ووځي او خپل ځان او کورنۍ له دې حالت څخه وژغوري چې اوس ورسره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG