د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

ايران کې د قانوني اسنادو د لرلو سره ولې افغان کډوال د پوليسو او خلکو له لوري ځورول کېږي؟


د تهران د پنځلسمې سیمې اوسېدونکو پر دېوالونو لیکلي چې ټول افغانان دې د دوی له سیمې ووځي ګني په وهلو به یې په زوره وباسي.
د تهران د پنځلسمې سیمې اوسېدونکو پر دېوالونو لیکلي چې ټول افغانان دې د دوی له سیمې ووځي ګني په وهلو به یې په زوره وباسي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال وايي، د قانوني اسنادو له لرلو سره سره هم د خلکو او هم د پولیسو له لوري ځورول کېږي.

دوی وايي چې، په وروستیو کې له دوی سره بد چلند اوج ته رسېدلی دی.

له افغان کډوالو سره تشدد او ځیږ چلند وروسته له هغه ډېر شوی چې کابو لس ورځې وړاندې د تهران په پنځلسمه سیمه کې د سیدجواد حسیني په نوم د یوه ایراني او دريو افغان کډوالو ترمنځ شخړه وشوه او وروسته يو ایرانی مړ شو.

د تهران د پنځلسمې سیمې اوسېدونکو پر دېوالونو لیکلي چې ټول افغانان دې د دوی له سیمې ووځي ګني په وهلو به یې په زوره وباسي.

نورو ایرانیانو هم په ټولنیزو رسنیو په تېره بیا په انسټاګرام او ایکس‌پاڼو کې د افغانانو د وهلو ټکولو ویډیوګانې خپرې کړي.

د طالبانو د کډوالو اوبېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ایران او پاکستان هره ورځ لږترلږه ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

ایران او پاکستان وايي، یوازې بې‌اسناده کډوال له خپلې خاورې باسي.

خو یو شمېر افغانان وايي چې، د وېزې او پاسپورت له لرلو سره سره په ایران کې ورسره بد چلند کېږي او له دغه هېواده ایستل شوي دي.

ايران کې ډېری افغان کډوال په بېلابېلو سيمو کې په سختو او درنو کارونو بوخت دي، انځور - ارشيف
ايران کې ډېری افغان کډوال په بېلابېلو سيمو کې په سختو او درنو کارونو بوخت دي، انځور - ارشيف

ايران کې مېشت يو افغان کډوال وايي: "زه د ایران په شیراز کې اوسم، دلته د افغانانو وضعیت خورا خراب دی، افغانان چې پاسپورتونه لري او اسناد لري ټول نیول کېږي، کمپونو ته یې وړي، پیسې ترې اخلي بیا یې پرېږدي."

دغه رزا يو بل افغان کډوال وويل: "نوم مې دین محمد دی د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکی یم. ډېر افغانان په‌دې هیله راغلي چې پاسپورتونه لري او څوک به څه ورته نه وايي، خو ډېر وینم چې پاسپورتونه ورته څیري یا یې له پاسپورت سره سره له پولې واړوي."

افغانان چې پاسپورتونه لري او اسناد لري ټول نیول کېږي، کمپونو ته یې وړي، پیسې ترې اخلي بیا یې پرېږدي."
يو افغان کډوال

پرون (سه‌شنبې) د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو له وزیر احمد وحید وحیدي سره په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت یوه وياند حمدالله فطرت په یوه ویډیويي پیغام کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره د مولوي کبیر د کتنې او د بحث د موضوعاتو یادونه کړې، خو نور جزییات یې نه‌دي څرګند کړي.

په ایران کې له افغانانو سره د تاوتریخجن چلند له زیاتېدو وروسته د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې له نړيوالې ټولنې او ملګروملتونو وغوښتل چې په ايران کې د افغانانو سپکاوى، وهل ټکول او ځورول ژر تر ژره په خپلې مداخلې پاى ته ورسوي.

دغه فورم همدا راز د ایران له حکومت څخه غوښتي چې له هغو کسانو سره چې له افغان کډوالو سره د «غیر انساني» چلند، توهین، ربړولو مسوول دي، د داخلي قوانینو او بشري او د حقوقي معیارونو مطابق قانوني چلند وکړي او عدالت پلی کړي.

نژدې ۳ اوونۍ وړاندې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې د خونې ريیس محمود سیادت ایسنا خبري اژانس ته وویل چې. په ایران کې افغانانو ۳ میلیارد ډالره پانګونه کړې او په ایران کې د ټولو بهرنیو ثبت شویو شرکتونو نیمايي د افغانانو دي.

په ایران کې د افغان کډوالو په اړه ځايي رسنۍ ضد و نقیض شمېرې خپروي.

په‌داسي حال کې چې ملګري ملتونه وايي چې، په ایران کې د ټولو افغانانو شمېر څه باندې ۴ میلیونو ته رسیږي، ځینې ایراني رسنیو ادعا کړې چې د دوی په خاوره کې ۶ میلیونه افغانان اوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG