د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د فرانسې ولسمشر له افغان نجونو وغوښتل چې "راتلونکي ته هیله‌منې شي"


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، له افغانستانه د امریکا د وتلو پرېکړې افغان نجونې او ښځې ډېرې اغېزمنې کړې، خو پکار ده چې دوی راتلونکې ته هیله‌مندي ولري او خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي مکرون د پاریس د المپيکي لوبو په درشل کې د ازادي راډیو له خبریال سره یوه لنډه ځانګړې مرکه کې د افغانستان د اوسنیو شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زما د ۲۰۲۱ کال اوړی په یاد دی، کله چې امریکا له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه، موږ تر خپله وسه هڅې وکړې چې له‌دې پرېکړې وروسته او پر افغانستان یې عواقبو ته په کتو کډوال ومنو او خلک خوندي کړو. زه پوهېږم چې هره ورځ څومره ښځې او نجونې د دې پرېکړې په خاطر اغېزمنيږي. زه په‌دې هم پوهېږم چې ستاسې خلک څومره پیاوړي دي. زه غواړم دا پیغام افغان ښځو او نجونو ته ورکړم چې د راتلونکي لپاره هیله‌منې و اوسي."

ولسمشر مکرون وویل، فرانسه به د افغانانو د تعلیم، خوندیتوب او مرستو لپاره خپلې ممکنه هڅې وکړي.

يو شمېر افغان معترضې نجونې.
يو شمېر افغان معترضې نجونې.

فرانسه د اولمپیک لوبو کوربه ده چې د جمعې په ورځ به په پاریس کې پیل شي.

په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ کسیزه لوبډله چې درې یې نجونې او درې هلکان دي ګډون کوي.

د طالبانو حکومت ویلي چې، د المپیک په لوبو کې د افغان نجونو ګډون په رسمیت نه‌پېژني.

"زه افغان ټيم ته له زړه مبارکي وایم. دا یو وړوکی ټیم دی خو د جندر مساوات په‌کې شته

خو مکرون په المپيکي لوبو کې د دریو افغان نجونو ګډون وستایه او ويې وویل، دا درې نجونې د ټولو افغان نجونو او ښځو په استازیتوب دلته راغلي او خلکو ته هیله بښونکې دي.

اخوا د فرانسې د سپورټ او المپيکي، پارالمپیکي لوبو وزیرې امیلي اودیه کاستیغه په المپيکي لوبو کې د افغان ټیم د ګډون په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه افغان ټيم ته له زړه مبارکي وایم. دا یو وړوکی ټیم دی خو د جندر مساوات په‌کې شته، درې نجونې او درې هلکان دي، فکر کوم دا فوق‌العاده ده چې داسې مشارکت ولرو، سپورټ او په تېره بیا د ښځو ورزش به نه یوازې افغانستان کې ښځې، بلکې د ټولې نړۍ ښځو ته الهام ور وبښي."

کيميا يوسفي له افغانستانه په المپيکي لوبو کې برخه اخلي.
کيميا يوسفي له افغانستانه په المپيکي لوبو کې برخه اخلي.

کیمیا یوسفي، فریبا هاشمي او یولدز هاشمي درې افغان نجونې دي چې په المپيکي لوبو کې برخه لري.

همدارنګه محمد صمیم فیض‌زاد، شاه محمود نورزهي او فهیم انوري درې افغان نارینه لوبغاړي دي چې المپیکي لوبو کې د ګډون لپاره پاریس ته تللي.

یو شمېر نور افغان الاصله ورزشکاران چې نجونې هم په‌کې دي د المپيک د نړیوالې کمېټې د کډوالو د ټيم په چوکاټ کې برخه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG