د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

یو شمېر ښځینه ورزشکارانې: طالبان په کور دننه او نړیواله کچه ښځې له صحنو حذفوي


طالبانو د پاریس اولمپیک سیالیو کې د ښځو ګډون سره مخالفت کړی دی.
طالبانو د پاریس اولمپیک سیالیو کې د ښځو ګډون سره مخالفت کړی دی.

په افغانستان کې یو شمېر ورزشکارانې وايي، دا چې د طالبانو حکومت د پاريس په المپيکي سياليو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو په رسمیت د نه پېژندلو خبره کوي ښيي چې دوى غواړي د هېواد او ټولو نړیوالو برخو څخه ښځې لیرې کړي.

د افغانستان یو شمېر ورزشکارانې د پاریس په المپیکي سیالیو کې د طالبانو له لوري د ښځينه ورزشکارانو په رسميت د نه پېژندلو په غبرګون کې وايي چې طالبان له هرې برخې د افغان ښځو د لرې په لټه کې دي.

دغه ورزشکارانې وايي چې پخوا به يې د ورزش په ډګرونو کې سيالۍ کولې او افغانستان ته به يې وياړونه راوړل، خو اوس د طالبانو حکومت نه يوازې دوى له ورزش راګرځولي، بلکې هغوى د ورزشي استازو په نوم هم نه پېژني.

د ازادو سياليو یوې ورزشکاره طیبې رمضاني له کابله ازادي راډیو ته وویل: "دا کړنې ښیي چې د طالبانو هدف دا دی چې ښځې او نجونې په بشپړه توګه له ټولنې او له نړیوالې صحنې لیرې کړي. هغوی په مخکې هم هم دا ډول فکرونه درلودل او اوس هم په همدې اند دي. دوی د افغان نجونو له ودې او پرمختګ وېره لري. له همدې امله هڅه کوي ښځې او نجونې له ټولنې لیرې وساتي."

د غزني ولایت یوې ښځینه ورزشکارې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "کله چې دوی وايي، موږ دا درې ښځینه ورزشکارانې نه منو او نه یې پېژنو، دا په دې مانا ده چې دوی نه غواړي په ټولنه کې ښځې وي، دغو درېیو ورزشکارانو څومره سخت کار کړی چې لوبو ته یې لاره پیدا کړې، خو طالبان یې نه مني. د ټولنې نیمه برخه په پام کې نه نیسي دوی غواړي دوى په کور کې پاتې شي."

یوې بلې ورزشکارې انزورت‌ولي ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو یوازینۍ هیله دا ده چې افغان ښځې او نجونې له نړیوالې صحنې لیرې کړي، ځکه چې له هغه وخته چې دوی افغانستان ته راغلي، د دوی زیاتره محدودیتونه پر ښځو لګېدلي دي."

دغو ښځينه ورزشکارانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان دې په رسميت ونه پيژني او پر هغوی دې فشار راوړي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د افغانستان په استازیتوب د پاریس په المپیکي سياليو کې د درېیو افغان ښځینه ورزشکارانو چې د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي نظر هم واخلي، خو بریالی نه شو.

خو کیمیا یوسفي، چې د دې درېیو ښځو څخه يوه ده فرانس پرېس په خبرو کې ويلي چې نوموړې د پاريس په المپيکي سياليو کې د افغان مېرمنو د پټو هيلو استازې ده.

کیمیا یوسفي
کیمیا یوسفي

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د المپیک نړیوالې کمېټې یا آی‌سي‌سي ICC د افغان ښځینه ورزشکارانو د وضعیت په غبرګون کې ویلي وو چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د المپیک له ملي کمېټې سره په مشوره یې د ۶ افغان لوبغاړو یوه ډله چې درې ښځې او درې نارینه پنې دي بلنه ورکړې.

دغې ادارې ټینګار کړی و چې د ټیم په اړه یې له طالب چارواکو سره مشوره نه ده کړې او نه یې هم بلنه ورکړې چې دغو لوبو کې برخه واخلي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ورزش د رياست ویاند اتل مشواني فرانس پرېس ته ویلي چې یوازې درې نارینه ورزشکاران به د ۲۰۲۴م کال د پاریس په المپیک کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې په المپیکي سياليو کې د درې افغان ورزشکارانې په رسميت نه پېژني ځکه په افغانستان کې د نجونو ورزش کول منع دى.

د ۲۰۲۴م کال د پاريس په المپیکي سياليو کې به له افغانستانه کیمیا یوسفي په ځغاسته یا منډو، فریبا هاشمي او یولز هاشمي بایسکل، فهیم انوري په لامبو، شاه محمود نورزی په شاور او محمد صمیم فرزاد په جودو سياليو کې برخه واخلي.

د طالبانو د حکومت له بياځلي واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د ورزش او سياليو په ګډون له ډېرو نورو برخو راوګرځول شوې.

ټاکل شوې د ۲۰۲۴م کال المپیک لوبې د جولای په ۲۶مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پیل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG