د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د ځینو فدراسیونونو مسوولان: سږنۍ روژه کې سیالۍ نه شي ترسره کېدای


آرشیف
آرشیف

د يو شمېر ورزشي فدراسيونونو مسوولان وايي چې د مالي امکاناتو او بوديجې د نشتوالي له امله سږ کال د روژې میاشتې مناسبتي سيالۍ نه شي تر سره کولای.

په تېرو کلونو کې د روژې په میاشت، به ډېری ورزشي فدراسیونونو په مرکز او ولایتونو کې د روژې میاشتې مناسبتي سیالۍ ترسره کولې، خو سږ کال دې سیالیو خبرونه کم دي.

د يو شمېر ورزشي فدراسيونونو مسوولان وايي چې سږ کال به د بېلابېلو لاملونو په ځانګړې ډول د بودیجې د نه شتون له امله دا سیالۍ ونه شي.

د کابل د فوټبال فدراسیون مشر حیات الله لوګروال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "سږکال مونږ د روژې میاشتې مناسبتي سیالۍ ځکه ترسره نه کړه چې بودیجه نه لرو او هېڅ امکانات نه شته. درې میاشتې وشوې چې معاشونه مو نه دي اخیستي او بودیجه هم نه ده رارسیدلې. د سیالیو د تنظیمولو توان نه لرو."

خو د افغانستان د والیبال فدراسیون وايي، که امکانات یې ترلاسه کړل، د روژې میاشتې په وروستۍ لسو ورځو کې به دا سیالۍ جوړې کړي.

د دغه فدراسیون مشر رحیم الله سادات په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "مونږ هر کال د روژې میاشتې مناسبتي سیالۍ ترسره کولې، سږ کال هم پلان لرو، که امکانات تر لاسه کړو د روژې میاشتې وروستۍ لسيزه کې به دا سیالۍ په مرکز او ولايتونو کې ترسره کړو."

خو نوموړي دا ونه ویل، چې دوی څه ډول امکانات غواړي.

د افغانستان د رکبي فدراسیون مرستیال ضیاالرحمن ضیا بیا وايي چې دوی د روژې میاشتې مناسبتي سیالۍ د خصوصي شرکتونو په مالي مرسته له روژې یوه ورځ مخکې ترسره کړې.

خو د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امر عطاالله کډوال وايي چې په دغه ولايت کې د واليبال، فوټبال، فوټسال او کرکټ د روژې میاشتې مناسبتي سيالۍ روانې دي.

د افغانستان د المپيک او ورزش ملي کمیټه چې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې فعالیت لري وايي چې د روژې میاشتې مناسبتي سيالۍ له خوست سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم روانې دي.

د دې کمېټې د نشراتو رییس اتل مشواڼي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د بودیجې په برخه کې ستونزه نه شته، ځکه چې دا ټورنمنټونه ډېری وختونه د ورزشکارانو لخوا پر مخ وړل کېدل او په شخصي ډول سپانسر کېدل. مونږ اوس په ولايتونو کې داسې ټورنمنټونه لرو چې په شخصي ډول پر مخ وړل کېږي، زمونږ همکاري له هغوی سره شته او همکاري کوو."

خو د یو شمېر فدراسیونونو مسوولانو ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو کلونو کې د روژې میاشتې د ځينو مناسبتي سیالیو بودیجه د افغانستان د المپیک او ورزش د ملي کمېټې له خوا ورکول کېده.

تر دې وړاندې یو شمېر لوبغاړو ویلي وو چې سږ کال د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له خوا د دوی د عصریې پیسې هم نه دي ورکړل شوي.

خو ياده کمېټه وايي، د ورزشکارانو د عصریې د پیسو په ورکړې کار روان دی او ډېر ژر به لوبغاړو ته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG