د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

افغان ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله د اسيا اتلولۍ په سياليو کې د ګډون لپاره چمتووالی نيسي


افغان شل کلنو فوټبال لوبډله د اسيا اتلولۍ په سياليو کې د ګډون لپاره د چمتووالی پر مهال
افغان شل کلنو فوټبال لوبډله د اسيا اتلولۍ په سياليو کې د ګډون لپاره د چمتووالی پر مهال

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره ځان چمتو کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه چمتوالی په کابل کې د «احمدضیا عظیمي» تر نظر لاندي کېږي.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، د هېواد د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله په G ګروپ کې له عمان، تایلند او فلپین سره لوبې لري چې دغه سیالۍ به د سپټمبر له ۱۰ تر ۱۸ مې پورې په عمان کې ترسره شي.

د یادونې ده، هغه لوبغاړي چې له ولایتونو دغې ملي لوبډلې ته پېژندل شوي، کابل کې د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې تمریناتي کمپ ته بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG