د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۳

'صداقت کابل' لوبډلې د افغانستان فوټسال لیګ د دویم پړاو اتلولي وګټله

د صداقت کابل فوټسال لوبډله
د صداقت کابل فوټسال لوبډله

د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۹مه نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې صداقت کابل او پیروزي پنجشېر لوبډلو پایلوبه ترسره کړه چې ۵ـ۱ صداقت کابل وګټله.

صداقت کابل لوبډلې د سیالیو له پیله تر پایه هېڅ لوبه ونه بایلله.

دغه سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري د فبرورۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شوې وې، د افغانستان د بېلابېلو سیمو لس استازو لوبډلو په کې برخه درلوده.

یاد فدراسیون ویلي وو چې د دې سیالیو غوره لوبغاړي به د افغانستان فوټسال ملي لوبډلو ته وټاکل شي.

د ویلو ده چې فوټسال سیالیو په افغانستان کې ډېر پرمختګ کړی او په روان کال کې به افغان لوبډله په بېلابېلو بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG