د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۳

افغان لوبغاړې ذکیې خدای دادي د المپیک په یوه اړونده سیالۍ کې د سرو زرو میډال وګاټه

ذکیه خدای دادي، خدای دادي ( تصویر له ارشیفه)
ذکیه خدای دادي، خدای دادي ( تصویر له ارشیفه)

د افغانستان د پارا تکواندو د ملي ټیم پخوانۍ لوبغاړې ذکیې خدای دادي د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو د غوراوي په سیالیو کې د سرو زرو میډال وګوټ.

اغلې خدای دادي چې اوس په اوس په فرانسه کې اوسي، د بلغاریا په پلازمېنه صوفیې کې خپلې روسۍ سیالې ته ماتې ورکړه او نه یوازې یې د پاریس المپیک سیالیو ته لاره ومونده؛ بلکې د سرو زرو میډال یې هم وګاټه.

هغې د جمعې په ورځ د دې میډال له ګټلو وروسته اعلان وکړ چې خپل میډال د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت افغان ښځو ته ډالۍ کوي.

دې خپلې روسۍ سیالې کاراول شولبانا (Karaul Sholbana) ته ۱۴ پر ۱۶ ماته ورکړه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG