د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

چین کې اسیایي لوبې؛ افغان لوبغاړي د ۵ مډالونو له ګټلو سره هېواد ته ستانه شول


په سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي
په سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي

د اسیايي لوبو ۱۹م دور چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد، افغان لوبغاړي ترې له ۵ مډالونو سره راستانه شول.

اسیايي سیالیو ته ۱۳۰ نارینه لوبغاړي له افغانستان څخه ورغلي وو او ۱۷ ښځینه لوبغاړو د افغانستان په استازیتوب له بهرنیو هېوادونو څخه په کې ګډون کړی و.

په دې سیالیو کې ځینې ګډون کوونکي لوبغاړي او روزونکي وايي، په سږنیو اسیایي سیالیو کې افغان لوبغاړي ښه وځلیدل.

په اسیايي سیالیو کې د ژېړو مډال ګټونکی محمد خالد هوتک وايي، د تېر په پرتله سږ کال په دې لوبو کې د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې ډېرې وې.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ لپاره د خوشالۍ او نېکمرغۍ ځای دی چې په دې سترو سیالیو کې مو مډال وګاټه، په داسې لوبو کې د مډال اخیستل ساده کار نه دی، ځکه دا سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې کېږي او د هر هېواد لوبغاړي ښه تیاری ورته نیسي."

په اسیايي سیالیو کې یوه بله مهمه خبره د افغان ښځینه لوبغاړو ګډون هم وو.

د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هم ښځینه لوبغاړو ولېږادوه
د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هم ښځینه لوبغاړو ولېږادوه

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو په ورزش بندیز لګولی، ۱۷ افغان ښځینه لوبغاړو له بهرنیو هېوادونو څخه د چین په اسیايي سیالیو کې ګډون کړی و.

که څه هم په اسیايي سیالیو کې افغان ښځینه لوبغاړو کوم مډال په خپل نوم نه کړ، خو د نجونو د والیبال لوبډلې روزونکی خوشال ملکزی په دې سیالیو کې د والیبال، باسیکېل ځغلونې او ځغاستې د ښځینه لوبغاړو او په ټوله کې د افغان لوبغاړو ګډون ګټور بولي.

نوموړی وایي:

"د تېرو کلونو په پرته لاسته راوړنې ډېرې ښې وې، سږ افغانستان ۵ مډالونه واخیستل او په ۴۵ هېوادونو په درجه بندۍ کې هم ښه و."

په اسیایي سیالیو کې د سپین زرو یوازېنی مډال افغانستان ته د افغان کرکټ الف یا ابدالیانو لوبډلې وګاټه. د کرکټ بورډ ویاند نسیم سادات وايي، افغان کرکت لوبډلې په تېرو کلونو کې یې په پرلپسې ‌ډول د سپین زرو مډالونه ګټلي وو او دا ځل د سرو زرو مډال د ګټلو په تکل افغان لوبغاړي میدان ته ښکته شوي وو، خو په وینا یې د باران له امله پوره لوبه و نه شوه او په نړۍواله درجه بندۍ کې د هند د مخکېوالي په خاطر د سرو زر مډال یاد هېواد ته ورکړل شو.

د چین اسیایي سیالیو کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې هم ګډون کړی و
د چین اسیایي سیالیو کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې هم ګډون کړی و

سادات ازادي راډیو ته وویل:

"دا ځل ډېره شونې وه چې د طلا یا د سرو زرو مډال وګټو، خو متاسفانه د باران له وجې پرېکړه د هندوستان په ګټه وشوه او دا ځل مو هم درېیم د سپین زرو مډال ترلاسه کړ."

اسیايي سیالۍ چې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي، سږ کال په کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د سپین زرو مډال وګاټه او په نورو لوبغاړو کې د وشو محمد خالد هوتک او نصرت الله حبیبي، د تکواندو لوبغاړي محسن رضايي او د کورش لوبغاړي سلطان حسین بایقرا د ژېړو مډالونه وګټل.

افغان لوبغاړي داسې مهال په اسیايي سیالیو کې مډالونه ګټي، چې لا هم ګڼ افغان لوبغاړي په هېواد کې د امکاناتو د نشته والي خبره کوي.

XS
SM
MD
LG