د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

چین کې اسیایي سیالۍ؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د سپینو زرو لومړی مډال ترلاسه کړ


په دغو سیالیو کې ګډون کوونکي یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي
په دغو سیالیو کې ګډون کوونکي یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي

د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې افغان لوبغاړو د سپين زرو لومړی میډال ترلاسه کړ.

دا میډال د افغان ابدالیانو د کرکټ لوبډلې ته وروسته تر دې ورکړل شو، چې په پای لوبه کې باران وشو.

نن په پایلوبه کې د سرو زرو د میډال پر سر افغان لوبډلې له هند سره لوبه کوله، چې په اتلس اعشاره دوه اووره کې افغان لوبغاړو یوسل او دولس منډې جوړې کړې، خو د باران له امله نوره لوبه ونه شوه.

په تېرو لوبو کې د هند اوسط لوړ و، نو د سروزرو میډال هندي لوبغاړو ته وسپارل شو او په اسیایي لوبو کې د افغانستان کرکټ الف لوبډلې ته د سپین زور میډال ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG