د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

جرمني په جرمونو کې ښکېل د ځينو افغانانو او سوریایانو پر ایستلو ټینګار وکړ


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

جرمني وايي، افغانستان او سوریې ته د هغو کډوالو د اخراج په اړه چې په جرمونو کې ښکېل دي، له بېلابېلو هېوادونو سره پټې خبرې روانې دي.

د افغان کډوالو پر وړاندې د ننګونو او ستونزو په دوام تازه د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ویلي، هغه افغانان چې په دغه هېواد کې په جرمنو کې ښکېل وي، له دغه هېواده به وایستل شي.

د جرمني د کورنیو وزیرې نانسي فیزر پرون یکشنبه د جولای د میاشتې ۲۸مه نېټه د بیلډ ام سونټاګ په نام یوې المانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې له بېلابېلو هېوادونو سره پټې خبرې رواني دي څو له جرمني په جرمنو کې د ښکېلو افغانانو او سوریايي وګړو د ایستلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د جرمني د کورنیو وزیره نانسي فیزر
د جرمني د کورنیو وزیره نانسي فیزر

اغلې فیزر همدا راز ویلي چې د دوی لپاره د المان امنیتي ګټې په لومړي سر کې دي او هغه اسلامپالي چې په پرله‌پسې ډول په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ښکېل دي باید له جرمني وایستل شي.

د روان کال د جون د میاشتې په لومړیو کې د جرمني په دوو ښارونو کې د دوه افغان کډوالو له لوري د چړو په جلا جلا بریدونو کې چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی و او لس تنه نور ټپیان شوي وو، په جرمني کې جدي غبرګونونه راوپارولي دي.

ارشیف
ارشیف

له یادو پېښو وروسته د جرمني لومړي وزیر د دغه هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي وو چې په لویو جرمونو کې ښکېل افغان او سوريايي اتباع به له دغه هېواده وایستل شي.

په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې بیا د دغه هېواد پر لومړي وزیر د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو له امله نیوکه کړې وه او ویلي چې دغه پلان د عملي کېدو وړ نه دی.

په جرمني کې یو شمېر میشت افغان کډوال وايي، د جرمني چارواکو وروستیو څرګندونو د خپل راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي.

د جرمني په مونشن ښار کې مېشت افغان کډوال خنجر ځواک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم دوی ویلي چي هغه کسان به وباسي چې جرمونه یې کړي، خو په عمومي توګه یې دلته ټول اوسېدونکي افغانان اندېښمن کړي، زموږ هیله دا ده چې په دې برخه کې له دقت نه کار واخیستل شي، ځکه ډېری خلک دلته له مجبورۍ راغلي او خپله غریبي کوي."

په جرمني کې یو افغان کډوال وايي: دلته ډېری افغانان اندېښنه لري چې خدای مه کړه د وچو له کبله لامده هم ونه سوځي او خلکو اندېښنې پرځای دي.

د جرمني په بن ښار کې یو بل افغان کډوال چې نه یې غوښتل یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "په جرمني کې وروستي پېښې داسې وې چې د ټول حکومت پام یې اړولی او دلته ډېری افغانان اندېښنه لري چې خدای مه کړه د وچو له کبله لامده هم ونه سوځي او خلکو اندېښنې پرځای دي."

په جرمني کې د افغان کډوالو په اړه د جرمني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وړاندې د جرمني له حکومت غوښتنه کړې وه چې د افغان اتباعو د ایستلو موضوع ورسره د نورمالو قونسلي تعاملاتو پر بنسټ حل کړي.

خو په پټه له ځینو هېوادونو سره د جرمني خبري دا ښيي چې تر دې دمه د طالبانو د حکومت دغه غوښتنه په پام کې نه ده نیول شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG