د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

جرمني رسنۍ: د افغانانو د نوم او هويت څخه په ګټې اخيستنې يو شمېر پاکستاني کورنۍ جرمني ته لېږدول شوي


د جرمني ملي بيرغ
د جرمني ملي بيرغ

یو شمېر جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې یوشمېر پاکستانۍ کورنۍ د افغانانو د نوم او هويت او د "افغان پناه غوښتونکو د منلو د پروګرام" څخه په ګټې اخيستنې سره جرمني ته لېږدول شوي دي.

دا موضوع یو شمېر جرمني رسنیو خپره کړې ده.

د جرمني یوې مجلې سیسرو د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۲۵ مه) د بهرنیو چارو وزارت د محرمو اسنادو پر بنسټ راپور ورکړى چې، ياد وزارت ښايي د پاکستان مخفي مامورين د افغان کډوالو د منلو د پروګرام له لارې جرمني ته راوستلي وي.

د سیسرو د راپور له‌مخې، په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته د یوې اووه کسیزې کورنۍ د هویت په اړه خبرداری ورکړی، چې ادعا کوي افغانان دي او مخکې یې د جرمني له فدرالي حکومت څخه د منلو لیک ترلاسه کړی و.

د سیسرو مجلې ليکلي، د دې اووه کسيزه کورنۍ پلار، چې ویل کېږي پنځه تنه یې جرمني ته لېږدول شوي، ادعا کړې چې پخوا یې په افغانستان کې د استرالیا له پوځ سره کار کاوه.

مجلې وړاندې ليکلي، دا کورنۍ کېدای شي داسې مامورین و اوسي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له‌خوا جرمني ته د فدرالي حکومت له‌خوا په یوې پلان شوې چارټر الوتنه کې راوړل شوې وي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک د پنجشنبې په ورځ د جرمني په فلینز بورګ ښار کې له یوې دفاعي شرکت څخه د لیدنې پر مهال دا راپور رد کړ او ویې ویل، ټول پناه غوښتونکي د شدیدو امنیتي څېړنو وروسته انتقاليږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک

خو بایربوک د دې پاکستاني کورنۍ د موجودیت په اړه، چې ځانونه یې افغانان معرفي کړي او دې هېواد ته تللي څه و نه ويل.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کورنۍ چې له جرمني څخه د منلو او تاييدۍ لیکونو ته په تمه دي، دې کار اندېښمنې کړې دي.

د افغانانو کېسونه نه څېړل کېږي، خو د دې کسانو دوسیې پر مخ وړل کېږي.
یو افغان کډوال

د دوى له ډلې په اسلام‌اباد کې يوې ښځې چې نه‌يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې ياد شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وويل: "دوی افغانستان کې افغاني پاسپورټونه او شناختي کارډونه اخلي او بېرته پاکستان ته ځي، د افغانانو کېسونه نه څېړل کېږي، خو د دې کسانو دوسیې پر مخ وړل کېږي. ما څو ځلې په بېلابېلو ځایونو کې پاکستانيان لیدلي، چې شمېر یې له افغانانو ډېر و او غوښتل مې چې موضوع رسنيزه کړم او ويډيو واخلم مګر ما ته اجازه را نه‌کړل شوه چې ټليفون دننه يوسم."

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال چې ده هم د موضوع د حساسیت له امله نه‌غوښتل نوم یې په راپو کې واخیستل شي او په‌دې وروستیو کې یې د جرمني له‌خوا د پناغوښتنې کېس رد شوى د دې موضوع په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډیو ته وویل: "د جرمني حکومت باید دې ته متوجه وي، چې د افغان هویت په وسيله پاکستانيان جرمني ته رسېږي، خو موږ چې په حقیقت کې له ګواښونو سره مخ یو، بیا هم بې‌برخلیکه پاتې يو، موږ د جرمني له حکومت څخه غواړو چې دې مسئلې ته پام وکړي او موږ جرمني ته ولېږدوي."

پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال چې نورو هېوادونو کې د پناه اخيستلو په تمه دي.
پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال چې نورو هېوادونو کې د پناه اخيستلو په تمه دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د جرمني حکومت د یو شمېر افغان کډوالو د منلو په اړه پر خپلې ژمنې له سره غور کړی دی.

د جرمني د "ای‌آر‌ډي" خبري اژانس د چنګاښ په میاشت کې خبر ورکړ چې، دغه هېواد د یو شمېر هغو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي چې مخکې یې د منلو ژمنه شوې وه.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د جرمني په منهایم ښار کې یو ځوان پوليس د يو افغان له لوري ووژل شو.

د جرمني حکومت ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به په میاشت کې زر افغان کډوال چې تر ګواښ لاندې دي، ياد هېواد ته ولېږدوي خو وروسته بيا د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر وويل چې د ورکړل شويو ژمنو له‌مخې او دېرو امنيتي څېړونو ته په کتو به لږ شمېر افغان کډوال جرمني ته ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG