د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د بخښنې نړیوال سازمان د جرمني د تګ په تمه د زرګونه افغانانو انتقال وغوښت


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل وايي، په زرګونه هغه افغانان چې په پاکستان او افغانستان کې جرمني هېواد ته د انتقال په تمه دي، باید په سختو حالاتو کې پرې نه ښودل شي.

د یاد سازمان جرمني څانګې، د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۷مه په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې فدرالي حکومت د ۲۰۲۵م کال د بودیجې په اړه خبرې اترې کوي او ښايي د بودیجې د کمښت احتمالي قرباني د افغانستان لپاره د فدرال د داخلې پروګرام وي.

د جرمني حکومت د مدني ټولنې له سازمانونو سره په همکارۍ دا پروګرام د ۲۰۲۲م کال د اکټوبر په ۱۷مه پیل کړ څو د زیانګالو افغانانو او د هغوی کورنیو ته په دغه هېواد کې د بیا مېشتېدنې امکان برابر کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ۳۷۰۰ کسان په اسلام‌اباد کې د انتقال په تمه دي او ۱۵زره نور په افغانستان کې له فدرالي حکومت سره په اړیکه کې دي.

هغه افغانان چې په افغانستان کې دي او جرمني هېواد ته یې د پناه غوښتنه کړې وايي، په ډېرو سختو امنیتي شرایطو کې د خپلو کېسونو د منلو په تمه دي.

یو له دوی څخه چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او د مدافع وکیلې په توګه یې دنده ترسره کوله ازادي راډيو ته وویل: "زما غوښتنه دا ده کومه ژمنه چې د جرمني هېواد له مدافع وکیلانو، خلکو او هغو مېرمنو سره کړې وه چې د ښځو لپاره یې کار کړی و او مدني فعالې وې، د دوی په کېسونو غور وکړي او ژر تر ژره د دوی کېسونه وڅېړي څو خوندي ځای ته انتقال شي او ارامه ژوند ولري."

وروسته له هغې چې جرمني د یو شمېر افغان کډوالو کېسونه رد کړل، هغه کډوال چې لا هم د ځواب په تمه دي ډېر اندېښمن شوي او د جرمني له هېواده غواړي چې د دوی د انتقال پروسه چټکه او برخلیک یې روښانه کړي.

له دې ډلې سعدیې او نویدې چې دواړه اسلام اباد کې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې جرمني ته د انتقال په تمه دي، ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

په اسلام‌اباد کې د جرمني د تګ په تمه سعدیه وايي: زموږ هیله دا ده چې جرمني زموږ غږ واوري، موږ له پاکستانه وباسي ځکه چې دلته موږ ته د انسان په سترګه نه لیدل کېږي.

سعدیه وايي: "زه خپله په ډېرو اندېښنو کې یم چې زما کېس چې دومره وځنډول شو وجه خو به یې دا نه وي چې رد شوی وي. زموږ هیله دا ده چې جرمني زموږ غږ واوري، موږ له پاکستانه وباسي ځکه چې دلته موږ ته د انسان په سترګه نه لیدل کېږي."

نویده وايي: "دا چې یو شمېر کسانو د رد ایمیلونه ترلاسه کړل، زما په روحیه یې ډېر بد اغېز کړی دی، دوی خپل هر څه افغانستان کې له لاسه ورکړل، په دې امېد راغلل چې ارامه او سوکاله ژوند ولري، خو دلته د جرمني له‌خوا رد شول. زه هم دا وېره لرم چې خدای مه‌کړه زما کېس هم رد نه شي."

دا اندېښنې وروسته له هغې دي چې د "اې‌آر‌‌ډي" په نوم یوې جرمنۍ رسنۍ د جولای په څلورمه نېټه راپور ورکړ چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې له وروستیو پېښو وروسته په پاکستان کې له ګواښ سره مخ یو شمېر منل شويو افغان غوښتونکو ته ایمیلونه استولي او د هغوی د کېسونو د رد خبر یې ورکړی چې هغه مهال په پاکستان کې یو شمېر افغانانو چې دا ایمیلونه یې ترلاسه کړي وو، هم ازادي راډیو سره په خبرو کې یاده موضوع تایید کړه.

جرمني په داسې حال کې د دغه افغان پناه غوښتونکو غوښتنې رد کړي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته یې ژمنه کړې وه چې هره میاشت به ۱۰۰۰ افغان کډوال هغه هېواد ته لېږدوي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو کډه او د جرمني په ګډون کډوال منونکو هېوادونو ته یې د پناه غوښتنې زیاتې شوي چې ډېر شمېر اقتصادي ستونزې او امنیتې ګواښونه یې لامل بولي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG