د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

ایران کې مېشت د يو شمېر افغان کډوالو شکايت: د پوليسو او خلکو له‌خوا ځورول کېږو


ايران کې افغان کډوال
ايران کې افغان کډوال

په ایران کې مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي، په وروستیو څو ورځو کې د ایران د ځینو خلکو او پولیسو له‌خوا ډېر ځورول کېږي.

دا وروستۍ ورځې د پلازمېنې تهران په ګډون د ایران په اکثرو ښارونو کې له افغان کډوالو سره د ایرانیانو د بد چلند د پېښو په اړه شکایتونه کېږي.

تازه د تهران په ۱۵سیمه کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې ژر تر ژره له هغې سیمې ووځي، که نه په زور به له سیمې او ان هېواده وایستل شي.

دا خبرداری چې په خواله رسنیو یې عکس هم خپور شوی په یوه لوی بنر کې چاپ شوی.

په خبرداري کې زیاته شوې چې افغان کډوالو ته باید په هيڅ صورت کور او موټر په کرایه ورنه‌کړل شي، که نه له سرغړونکو سره به چلند وشي.

معلومه نه‌ده چې دا خبرداری د سیمې خلکو ورکړی که چارواکو خو افغانان د پولیسو او چارواکو له‌خورا بد چلنده هم شکایت کوي.

په خواله رسنیو هم یو شمېر ایرانیان له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنې کوي.

یوې افغان مېرمنې نرګس موسوي ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې ویلي چې، بوډا پلار یې پولیسو نیولی او په کمپ کې په خورا بد حالت کې بندي دی.

هغې ويلي: "زما پلار یې بندي کړی دی. کمپ ته یې وړی دی او لا معلومه نه‌ده چې څه به کېږي. مور مې ویل چې کله کمپ ته ورغلم پولیسو له خلکو سره خورا بد چلند کاوه. زما په پلار سربېره سلګونه کسان هلته وو. په‌دې ګرمه هوا کې یې سل کسان په یوه اوسپنیز قفس کې ساتلي. فکر وکړئ په‌دې ګرمه هوا کې دومره خلک په یوه قفس کې لکه چې ژوي وي بندیان کړي."

یوې افغان مېرمنې نرګس موسوي ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې ویلي چې، بوډا پلار یې پولیسو نیولی او په کمپ کې په خورا بد حالت کې بندي دی.
یوې افغان مېرمنې نرګس موسوي ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې ویلي چې، بوډا پلار یې پولیسو نیولی او په کمپ کې په خورا بد حالت کې بندي دی.

په ایران کې وروسته له هغه له افغانانو سره د خلکو او امنیتي ځواکونو د بد چلند شکایتونه زیات شول چې ویل کېږي په لږترلږه دوو پېښو کې دوه ایرانیان د افغان کډوالو له‌خوا په شخړو کې وژل شوي.

وروستۍ پېښه د تسنیم اژانس د راپور له‌مخې په تهران کې تېره اوونۍ شوې، چېرته چې درې ورونه د چړې په ګوزارونو د یوه ایراني د وژنې په تور بندیان شوي.

ویل شوي چې دغو افغانانو له وژل شوي ایراني سره د برېښنا د بېلونو په سر لانجه کړې وه.

تر دې مخکې د ایران په فارس ولایت کې د سیمې د خلکو له‌خوا د یو شمېر افغان کډوالو د کورونو د سوځولو راپورونه هم خپاره شوي.

د يو شمېر راپورونو پر بنسټ د افغان کډوالو په کورونو باندې وروسته له هغه یوه ډله قهرجنو ایرانیانو برید کړی او اور یې ورته کړی چې د یوه افغان کډوال له‌خوا په شخړه کې یو ایرانی وژل شوی.

نه‌ده معلوم چې دغه اوولس کلن افغان ځوان ولې د خپل هوټل مالک وژلی، خو مخکې اکثر افغان کارګرو شکایت کړی چې د کار څښتنان یې په وخت او پوره پیسې نه ورکوي.

د فارس د خور له سیمې یوه افغان کډوال د ځايي خلکو له‌خوا د کډوالو د کورونو د سوځول کېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سیمې خلک (ایرانیان) ډېر په قهر شول. د هغوی (تورن) کور او د ځینو نورو افغانانو کورونه یې وسوځول."

ایرنا اژانس د پولیسو په حواله ویلي چې، یوه کس دوی ته ځان تسلیم کړی او اعتراف یې کړی چې د خپل هوټل مالک یې په شخړه کې وژلی دی.

د ایران منتخب جمهور رییس مسعود پزشکیان هم څه موده مخکې ویلي وو، د افغانانو د راتګ مخه باید ونیول شي او هغوی چې هلته مېشت دي نړیوال سازمانونه مکلف دي څو له ایران سره د هغوی په ساتنه کې مرسته وکړي.

له ایران او پاکستانه ورځ تر بلې د افغان کډوالو د را ایستلو پروسه شدت مومي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د یک‌شنبې په ورځ له ایرانه څه باندې ۳۲۰۰ افغانان را ایستل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG