د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

پولیسو د پلازمېنې اسلام‌اباد په ځینو ښارګوټو کې د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي


ارشیف: په پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو د یوه کور د تالاشۍ پر مهال
ارشیف: په پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو د یوه کور د تالاشۍ پر مهال

پاکستاني پولیسو د اسلام‌اباد په ځینو استوګنیزو ښارګوټو کې د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.

په پلازمېنه اسلام‌اباد کې په ځینو ښارګوټو کې پولیسو د افغان کډوالو د کورونو تالاشي اخیستې او یو شمېر یې له ځان سره وړي دي.

یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې نن د جولای په ٢٠مه سهار وختي پاکستاني پولیسو د دوی پر وړاندې دا عملیات پیل کړي دي.

په اسلام‌اباد ښار کې د بي۱۷ استوګنیز ښارګوتي اوسېدونکي رحیم‌الله د شنبې د ورځې په سهار ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ورور یې د پولیسو له‌خوا نیول شوی دي.

هغه وویل: "هغه افغانان چې قانوني اسناد یې نه درلوده له ځان سره یووړل، زما د مشر ورور د ویزې د تمدید میاشت نه وه پوره، ځکه ویزې ته چې اپلای کوې تر څو چې یوه میاشت نه وي تېره ویزه نه شې ترلاسه کولای، هغه یې هم له ځان سره یووړ، تر اوسه یې درک هم نه لګېږي."

ارشیف: یو پاکستانی پولیس د یوه افغان کډوال د بایومیټریک اخیستلو پر مهال
ارشیف: یو پاکستانی پولیس د یوه افغان کډوال د بایومیټریک اخیستلو پر مهال

د یاد ښارګوټي یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي هم ادعا کوي، سره له دې چې د استوګنې قانوني اسناد یې درلوده، پولیس یې کور ته ننوتي او کور یې ورته تالاشي کړی دی.

هغه وايي: "ډېر یې په زوره دروازې وټکولې، کله مو چې دروازې خلاصې کړې، څلور پنځه پولیسان درېدلي وو، د ویزې او پاسپورټ پوښتنه يې وکړه کله چې هغه مو ورته ورکړ، ويې ويل تالاشي هم کوو، ما ویل ویزه مو درکړه تالاشي ته اړتیا نه‌شته ويل يې نه تالاشي کوو، کور ته ننوتل او ټول کور یې ولټول."

یو بل افغان کډوال ظاهر بهاند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ستونزه دې کې ده چې دوی ولې په دې سهار د لمانځه پر وخت کې د افغان کډوالو کورونو ته دننه کېږي او ځوروي یې، دا په خپله افغان کډوالو سره یوه لویه جفا ده."

دا کډوال وایي، د پاکستاني پولیسو له دې اقدام وروسته په دې هېواد کې د خپل برخلیک په اړه اندېښمن شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا مشر ميراحمد روفي هم دا ادعاوې تاییدوي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار د لمانځه په وخت کې د پولیسو عملیات پیل شوي وو او زموږ یو شمېر هېوادوال يې د ویزې د نه لرلو په تور چې اپلای يې هم کړې وه او د ویزو اخیستو ته په تمه وو، ځان سره يووړل."

خو د اسلام‌اباد پولیسو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په اسلام‌اباد کې د پاکستاني پولیسو دا اقدام داسې مهال دی چې د پاکستان حکومت د صدراعظم دفتر د روانې جولای میاشتې په لسمه اعلان وکړ چې د څه باندې ١.۴ میلیون "پي‌اوآر' کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده یې د ٢٠٢۵م کال تر جون میاشتې وغځوله خو د ۸۰ زره "اې‌سي‌سي" لرونکو او د زرګونو بې اسنادو کډوالو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته د اوښتو لپاره په تورخم کې په تمه دي.
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته د اوښتو لپاره په تورخم کې په تمه دي.

د پاکستان لنډمهاله حکومت د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې چې لا هم دوام لري.

د راپورونو له مخې تر اوسه لږترلږه شپږ نیم لکه افغانان له پاکستانه ایستل شوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG